ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ خلک پر ٢٥ ميليونه افغانۍ شخصي لګښت سړکونه جوړوي

د هلمند د ناوې ولسوالۍ خلک پر ٢٥ ميليونه افغانۍ شخصي لګښت سړکونه جوړوي

author avatar
4 Feb 2020 - 16:17
د هلمند د ناوې ولسوالۍ خلک پر ٢٥ ميليونه افغانۍ شخصي لګښت سړکونه جوړوي
author avatar
4 Feb 2020 - 16:17

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ٢٥ ميليونه افغانيو په شخصي لګښت يې د فرعي او سمو سړکونو جوړولو کار پيل کړى دى.

دوى زیاتوي چې په دغه کار سره ٤٠٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د ناوې ولسوالۍ د خرابې سیمې وکیل حاجي احمد شاه پژواک اژانس ته وویل په دي ولسوالۍ کې عامې لارې ډېرې خرابې شوې او د تګ او راتګ لپاره مناسبې نه دي.

هغه زياته کړه چې دوى د کلي د ملکانو په همکارۍ يې د سیمې مشران راټول کړل او پرېکړه يې وکړه چې پر خپل شخصي لګښت لويې لارې ورغوي.

د نوموي په وينا، په یوه ورځ ١٥٠ تراکتوران او له درې سوه څخه بیا تر څلور سوه کسانو پورې عامو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده چې دغه کار يي د نورو خلکو د هڅونې او خپلو لارو د رغولو لپاره کړی دی.

د دې ولسوالۍ د نګارې سیمې یوه قومي مشر حاجي عبیدالله عمري وویل له ډېرې مودې وروسته عام خلک خپله راویښ شوي او خپل په شخصي پیسو د ځان او د دغه هېواد لپاره د بیارغونې کارونه کوي.

د نوموړي په وينا، د ناوې ولسوالۍ مسولینو يي پوره همکاري کړې او د عامو خلکو په راغوڼدولو او هڅولو کې مهم رول لوبولى دى.

د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزي شورا غړی حبییب الله پژواک اژانس ته وویل چې د ورځې د تراکتور لپاره دوه سوه افغانۍ، د کاریګر لپاره یو نیم سل افغانی او درې سوه افغانۍ د تراکتور مسوول ته ورکول کېږي چې دا ټول مصرف د عامو خلکو له خوا دی.

د ده په خبره، دولت دومره بودجه نه لري چې په دومره اندازه لارې ورغوي.

د ناوې ولسوالۍ ولسوال فضل الباري فیاض پژواک ته وویل د عامو خلکو په شخصي لګښت، ۲۰۰ کيلومتره فرعي او لوي لارو بیاروغونه يې پيل کړې  ده چې له شل څخه بیا تر پنځه ویشت میلیونه افغانی لګښت پري راځي، چې عام خلک يي له خپل جیبه ورکوي.

نوموړي زياته کړه، د ناوې ولسوالۍ لويې لارې ډېرې کنډ کپر وې، عامو خلکو پرې سم تګ راتګ نه شو کولى.

د یادولو ده، له دې مخکې په نادعلي ولسوالۍ کې هم ۱۶ کلیومتره سړک د عامو خلکو په شخصي لګښت بيارغول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.