د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سعودي د افغانستان له فوټبال سره په بېلابېلو برخو کی مرسته کوي

سعودي د افغانستان له فوټبال سره په بېلابېلو برخو کی مرسته کوي

Feb 04, 2020 - 16:20

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د افغانستان د فوټبال  او سعودي عربستان فوټبال فدراسیونونو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کی راغلي چی د سعودي عربستان د فوټبال فدارسیون مسوولینو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ له پلاوي سره په کتنه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د عربستان هېواد فوټبال فدراسیون مسوولینو د افغانستان د فوټبال فدراسیون وروستۍ لاسته راوړنې په نېکۍ یاده کړې او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پلاوي ته یې د نورو همکاريو ژمنه ورکړه.

د هېواد فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر، د سعودي له همکاریو د مننې ترڅنګ د دغه هوکړه لیک لاسلیک او همکاري د هېواد د فوټبال د ودې لپاره ډېر ګټور وبلل او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د تمریني کمپونو ترسره کول، د مدیریت، بازارموندنې، اداري، د مربي ډلې، ریاست او نورو برخو کې د روزنیزو ورکشاپونو ترسره کول هغه څه دي چې د سعودي عربستان فدراسیون د افغانستان د فوټبال له فدارسیون سره به د دې په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking