ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: امريکا دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه اچوي

طالبان: امريکا دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه اچوي

author avatar
4 Feb 2020 - 16:47
طالبان: امريکا دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه اچوي
author avatar
4 Feb 2020 - 16:47

کابل (پژواک،١٥سلواغه ٩٨): طالبانو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې روانې خبرې اترې د امريکا او کابل د چارواکو اختلافونو ټکنۍ کړې دي.

مايک پومپيو پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکندکې د دغه هېواد له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې له طالبانو غوښتي و چې د سولې له تړون مخکې دې د تاوتريخوالي کمولو په برخه کې څرګند شواهد وښيي، څو بين الافغاني مذاکراتو او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سلواغې په ١٥مه، د پومپيو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې طالبان د ستونزو د هواري اراده او توان لري.

هغه زياته کړې، د مذاکراتو بهير د امريکا د ولسمشر ټرمپ ټويټ، د امريکا متعددو غوښتنو، په امريکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړى دى.

مجاهد ويلي: ((پومپيو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دريځ مو د مقابل لوري په څېر متزلزل نه دی.))

د امريکا د بهرينو چارو وزير ويلي: "طالبانو سره تړون له دې مخکې هم هوکړه لاسلیک ته نږدې وه، خو لاسلیک نه شوه، موږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یوې طرحې کار کوو، موږ تېر ځل هم ورته یوې طرحې ته نږدې شوي وو، داسې یوه طرحه چې دواړو لورو پرې کار کړی و، خو طالبان ونه توانېدل چې د تاوتریخوالي راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته کړي. "

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، دوى غواړي طالبان د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپل نیت او وړتيا ثابته کړي.

تر دې مخکې په کابل کې دامريکا سفارت يوه چارواکي هم ويلي و، چې له طالبانو سره په خبرو کې د تاوتريخوالي کمولو پر موضوع پرمختګ نه دى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.