ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دويمه ورځ هم پکتيکا کې زرګونو کسانو لاريون وکړ

په دويمه ورځ هم پکتيکا کې زرګونو کسانو لاريون وکړ

author avatar
4 Feb 2020 - 16:59
په دويمه ورځ هم پکتيکا کې زرګونو کسانو لاريون وکړ
author avatar
4 Feb 2020 - 16:59

ښرنه (پژواک، ١٥ سلواغه  ٩٨) : د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې ښار کې نن په دويمه ورځ هم زرګونو کسانو لاريون وکړ او ددوو عامو کسانو د وژونکو د علني محاکمې غوښتنه يې کوله.

دوه ورځې مخکې وسله والو غلو په مرکز ښرنه کې حضرت بلال ښوونځي ته نږدې پر درېيو قصابانو وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه وروڼه ووژل شول او يو بل ټپي شو.

د يادې پېښې په غبرګون کې د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو پرون هم د ښرنې د شهيدانو له څلورلارې د ولايت تر مخې پورې لاريون کړى و او نن  يې هم لاريون ته دوام ورکړ.

د لاريون يوه ګډون وال احسان الله احسان پژواک ته وويل، د يادو ملکي وګړو وژونکي ويل کېږي چې له سيمه ييزو پوليسو سره تړاو لري.

هغه زياته کړه ، تېره ورځ حکومتي چارواکو ژمنه کړې وه، چې تر نن پورې به غله نيسي، خو تر اوسه يې نه دي نيولي.

نوموړي وويل، خلک غواړي قاتلين علني محکمه شي، ترڅو د خلکو غوښتنې پوره شوې نه وي دوى به لاريونونو ته ادامه ورکوي.

قومي مشر حاجي نياز محمدوويل، يو غل چې د وژل شويو کسانو له لوري ژوبل شوی و، د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په پکتيا کې يې درملنه شوې او د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.

هغه هم د قاتلينو د علني محکمې غوښتنه وکړه.

يوبل لاريون کوونکي مير اغا وويل چې حکومت غله پيدا کړي، خو ددوی غوښتنه داده چې د غلو ټول هويت دې په ډاګه شي چې چېرته يې دنده درلوده او نورملګري يې څوک دي.

د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحميزي رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تراوسه پورې يې نهه شکمن کسان نيولي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېيږنې روانې دي.
هغه زياته کړه، په ډېر کم وخت کې به دا ډله په بشپړ ډول له منځه يوسي او خلکو ته به د قانوني کړنې ځواب ووايي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.