کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د عامې روغتيا وزير وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي او درملنې په موخه په کابل کې د افغان-جاپان سل بستره روغتون پرانيستل شو.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فېروزالدين فېروز د سلواغې په ۱۵ مه د ياد سل بستريز روغتون د پرانيستلو پرمهال خبريالانو ته وويل چې تر اوس مهاله هېواد کې د کرونا ناروغۍ هېڅ نښې نښانې نه دي ليدل شوې ، خو ياد وزارت د ياد ناروغۍ د مخنيوي لپاره بشپړ چمتوالى لري.
هغه زياته کړه، چې افغان – جاپان روغتون يوازې هغو ناورغانو ته چمتو شوی چې د کرونا ناورغۍ نښې نښانې په کې وليدل شي.
د فيروز د معلوماتو له مخې، تر اوس مهاله د کرونا د ناروغۍ د چمتوالي په موخه شاوخوا ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت شوی، خو که د يادې ناروغۍ نښې نښانې وليدل شي، نو تر دې ډېر لګښت ته اړتيا ده.
نوموړى وايي، سل پر سلو د کرونا ناورغۍ مخه نه شي نيولی، خو هڅې روانې دي چې تر دې وروسته که کومه نښه وليدل نو لاس په کار به شي.
همدازار د روغتيا نړيوال سازمان استازي محمد داوود الطاف وويل چې اوس مهال افغانستان د نورو هېوادونو په څېر د کرونا د ناورغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره معياري چمتوالى لري.
ده وويل ، که چېرې د کرونا ناروغي ګاونډويو هېوادونو کې وليدل شي؛ نو ښايي افغانستان کې هم د يادې ناروغۍ نښې نښانې وليدل شي.
د يادونې ده چې د کرونا ناورغۍ نښې نښانې اوس مهال د چين ترڅنګ په ۲۷ هېوادونو کې ليدل شوې دي.
د راپورونو له مخې، په ۲۷ هېوادونو کې شاوخوا ۲۱ زره کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته او تر اوسه ٤٢٦ کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن