ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٩ کلنو نړيوال جام: په نيمه پاى لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه

د ١٩ کلنو نړيوال جام: په نيمه پاى لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه

author avatar
5 Feb 2020 - 09:46
د ١٩ کلنو نړيوال جام: په نيمه پاى لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه
author avatar
5 Feb 2020 - 09:46

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٨): د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبه کې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

بلخوا افغانستان له کوربه سوېلي افريقا سره نن د اووم مقام لپاره په دې سياليو کې خپله وروستۍ لوبه کوي.

په دې سياليو کې چې ١٦ لوبډلو برخه اخيستې وه، د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، په دويم پړاو کې هندوستان او پاکستان خپلې لوبې وګټلې او درېيم پړاو يا سيمي فاينل ته يې لاره موندلې وه.

پرون په لومړۍ سيمي فاينل کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ لوبه وشوه چې د هند په بريا پاى ته ورسېده.

پاکستان لومړى توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله يې په ١٧٢ منډو وسوځېده، د پاکستان له لوري حيدري ٥٦ او روحيل نذير ٦١ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په پنځه دېرشم اوور کې پرته له دې چې کوم لوبغاړى يې وسوځېږي، ترلاسه کړه او د دې سيالو پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د هندوستان له لوري جېسوال ١٠٥ او ډکسينا ٥٩ ناسوځېدلې منډې وکړې، جيسوال د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

په دې سياليو کې به افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه د اووم مقام لپاره له سوېلي افريقې کوي، په ګروپي سياليو کې افغانستان دوه لوبې وګټلې او لومړى مقام يې خپل کړى و، خو په دويم پړاو کې يې دواړه لوبې بايلودې.

سبا به دويمه نيمه پايلوبه د بنګله دېش او نيوزيلينډ ترمنځ کېږي، د دې لوبې ګټونکې لوبډله به په پايلوبه کې له هندوستان سره مسابقه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.