کندهار (پژواک، ١٦ سلواغه ۹۸): د کندهار د وچې او لندې مېوې سوداګر او د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د افغانستان- هند هوايي دهلېز اړوند له کندهاره هېڅ الوتنه نه ده شوې.
سوداګر او چارواکي له کندهاره د دغو الوتنو بیرته پيلېدل غواړي او وايي چې د وچې او لندې مېوې د صادراتو په برخه کې هوايي دهلېز یوه لویه اسانتیا ده.
د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د لندې مېوې د سیزن د پیل پر مهال یې بشپړ چمتووالی درلود څو د کندهار انګور، انار او نوره لنده مېوه د هوايي دهلېز له لارې هندوستان هېواد ته صادر کړي، خو دا دی کال پای ته رسېږي، ان يوه الوتنه هم ونه شوه.
هغه دغه د حکومت یو نمایشي کار وباله چې د لنډې مېوې لپاره یې دغه لړۍ پيل کړه او وروسته بې له کوم لامله ودرېده.
نوموړی زیاتوي، سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات ډېر وو او سوداګر یې په صادراتو کې له ستونزو سره مخ وو، پر همدغه بنسټ يې تر بل هر کال د هوايي دهلېز له لارې صادرېدو ته اړتیا ډېره وه.
ناني اغا وویل، د تازه مېوې د صادراتو لپاره پاکستان تر ټولو لوی مارکېټ دی خو دغه هېواد د کال په پيل کې لا پر مېوه ۳۰۰ سلنه مالیه لوړه کړه.
د ده په خبره، پاکستان تل د مېوو د محصولاتو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لارې تړي او کله بیا مالیه لوړوي، له همدې امله باغ لرونکي اړ شول انګور بهر ته د صادرېدو پر ځای وچ او پر ممیزو بدل کړي؛ ځکه له دومره لوړې مالیې سره یې صادراتو هغوی زیانمن کول.
دی وايي، دا د حکومت دنده ده چې د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدام کړی وای او د هوايي دهلېز له لارې یې د مېوې د صادراتو اسانتیا برابره کړې وای.
د سوداګرو د ټولنې مشر د هوايي دهلېز له لارې د مېوې صادرول یوه لویه اسانتیا ګڼي او د بېرته پيل کېدو غوښتنه یې کوي.
د کندهار د لندې مېوې یو بل سوداګر حاجي عزیز هم وايي چې د لوړې مالیې له امله سوداګر اړ شول پاکستان ته انګور صادر نه کړي.
ده پژواک ته وویل، پاکستان دغه ګام داسې مهال واخیست چې په کندهار کې د انګورو د محصولاتو ټولول پيل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن