ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي اداره: د ننګرهار د پوهنې رياست د يوه کارکوونکي د وهلو قضيه څېړو

ولايتي اداره: د ننګرهار د پوهنې رياست د يوه کارکوونکي د وهلو قضيه څېړو

author avatar
5 Feb 2020 - 10:00
ولايتي اداره: د ننګرهار د پوهنې رياست د يوه کارکوونکي د وهلو قضيه څېړو
author avatar
5 Feb 2020 - 10:00

جلال اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، هغه قضيه څېړي چې د پوهنې د رييس د ساتونکو له لوري د دې ادارې د يو کارکوونکي په اړه په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده.

قاري رحمت الله چې د ننګرهار د پوهنې رياست د سوانحو مدير دی، په ټولنيزو رسنيو کې يې له تېرو دوو ورځو داسې انځورونه خپرېږي چې په بدن يې د وهلو ټکولو نښې نښانې او ټپونه ليدل کېږي.

هغه په يوه ويډيو کې چې ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، د پوهنې رييس او د هغه ساتونکي د ده پر وهلو ټکولو او ټپي کولو تورن کړي دي.

دی وايي: ((د سه شنبې په ورځ د يو رسمي کار لپاره د رييس صېب دفتر ته ورغلم، کله مې چې موضوع ورسره شريکه کړه، لومړی رييس صېب په چاقو ووهلم او وروسته يې باډيګارډانو ته امر وکړ هغوی هم ووهلم، دا دی زخم مې په لاس ښکاري، ډېر توهين امېزه چلند يې راسره کړی دی.))

خو د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواری بيا وايي، د سوانحو د مدير شخړه د رياست له يو امنيتي مسوول سره راغلې، خو ځينې مغرضې کړۍ دا خبره د ده په اړه د يوې دسيسې په توګه راپورته کوي.

دی وايي، په ياده موضوع کې هېڅ دخيل نه دی، خو ډاډ ورکوي چې موضوع به په بشپړې بې طرفۍ څېړل کېږي او ډاډ يې ورکړ چې په ياد رياست کې هېچا ته د زورواکۍ اجازه نه ورکوي.

دغه راز د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري په فېسبوک کې ليکلي، دا د معارف د کارکوونکو خپلمنځي موضوع ده.

معارف د داسی کورنیو موضوعاتو د حل لپاره خپل مقررات لري.

ده زياته کړې: ((د قاري صېب ټولو حقونو ته به د قانون په چوکاټ کې رسېدنه کېږي. هغه د معارف د مرکزي هستې يو فعال همکار دی او چېرې چې د ده له تجربو د چارو د بهبود لپاره کار اخیستل کېږي، هلته به وګومارل شي.))

هغه غوښتنه کړې چې له وخته مخکې دې قضاوت ونه شي، او هر څوک دې په دې موضوع کې لاسوهنه نه کوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايتي اداره وايي، ياده قضيه به د قانون په رڼا کې وڅېړل شي.

د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار پوهنې رياست اړوند قضيه په جدي ډول څيړل کېږي او د قانون له مخې به اجراات ترسره شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.