ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغاسنتان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام کې اووم مقام خپل کړ

افغاسنتان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام کې اووم مقام خپل کړ

author avatar
5 Feb 2020 - 20:32
افغاسنتان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام کې اووم مقام خپل کړ
author avatar
5 Feb 2020 - 20:32

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸) : د افغانستان او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ نن د یاد هېواد په بینوني ښار کې د نړیوال جام د اووم مقام لپاره لوبه ترسره شوه چې په پایله کې یې افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې د سویلي افریقا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ترڅ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې ترلاسه کړې او ۱۵۵ منډې هدف یې وټاکه.

د سویلي افریقا د توپوهونکو له منځه جونتن برډ ۳۴، میریک بریټ ۲۸ او کومالو ۲۶ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې، په داسې حال کې چې د افغان توپ اچوونکو له منځه بیا شفیق الله غفاري ۴، فضل حق درې او عبدالرحمن دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ورپسې افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه او د سیالې سویلي افریقا لوبډلې هدف یې په ۴۲ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ او دغه بریا یې د افغانستان په نوم ثبت کړه.

باید وویل شي چې د افغان توپوهونکو له منځه ابراهیم ځدراڼ نن ډېره په زړه پورې توپوهنه وکړه او له پیل تر پایه پر ۷۳ ناسوځېدلو منډو پر ویکټې پاتې شو چې پر نوموړي سربېره صدیق الله اتل هم ۴۰ او عبدالرحمن بیا ۱۷ منډې ترلاسه کړې.

د یادولو ده چې دغه سیالي د اتو غوره لوبډلو پړاو د اووم مقام لپاره ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې د نړیوال جام په لوبو کې اووم مقام خپل کړ او لوبډله به نور خپل هېواد ته راستنیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.