ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان حکومت هڅه کوي د ملکي وګړو د تلفاتو کچه صفر ته راټیټه کړي”

“افغان حکومت هڅه کوي د ملکي وګړو د تلفاتو کچه صفر ته راټیټه کړي”

author avatar
5 Feb 2020 - 18:22
“افغان حکومت هڅه کوي د ملکي وګړو د تلفاتو کچه صفر ته راټیټه کړي”
author avatar
5 Feb 2020 - 18:22

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸): د ملکي وګړو په جګړو کې نړیوال مرکز مشر وایي، دغه مرکز چمتو دی چې له افغان دولت سره د ملکي تلفاتو د نور کمښت لپاره په روزنیزه برخه کې مرسته وکړي.

د ملي امنیت د سلاکار دفتر لیکي چې د ملکي وګړو په جګړو کې نړیوال مرکز عمومي مشر فډریکو بورولو نن د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره د یادو څرګندونو تر څنګ، په جګړو کې د ملکیانو د ژوند ساتنې لپاره د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغان حکومت فعالیتونه په دې برخه کې د نړۍ لپاره مثال دي.

د خبرپاڼې له مخې، بورولو ویلي چې افغان حکومت دې مسئلې ته نه یوازې د مشکل په سترګه ګوري، بلکې هڅه کوي چې ملکي تلفات د صفر کچې ته راټیټ کړي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ملکي تلفاتو کلنی راپور ښيي، چې د ۲۰۱۹ کال په وروستۍ ربعه کې ملکي تلفات ۳۸ سلنه کم شوي او دا یو ښه زیری دی.

هغه ویلي چې افغان حکومت ته د ملکي وګړو د ژوند ساتنه په ټولو حالاتو کې لومړیتوب لري او اقدامات کوي چې ملکي تلفات تر دې زیات کم او ان د صفر کچې ته راټیټ کړي.

د ده په وینا، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له کلني راپور سره سم وسله وال طالبان بیا هم د ۷۱ سلنه ملکي تلفاتو مسوول ښودل شوي او د سولې له خبرو سره، سره یې بیا هم سولې او د ملکیانو ژوند ته پاملرنه نه ده کړې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تېره ورځ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپور خپور کړى او ویې ویل چې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې افغانستان کې څه باندې ۲۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، نږدې ۸۰۰۰ نور ټپيان دي او دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۲۴ سلنه کم شوی دی.

سرچينه وایي چې تېر کال د ټولې ملکي مرګ ژوبلې ۷۱ سلنه طالبانو، پنځه سلنه داعش ډلې او ۱۴ سلنه افغان او بهرنیو ځواکونو او یو سلنه پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو اړولې ده، خو د نهه سلنه نورو عاملان نه دي څرګند.

سرچینه زیاتوي چې د ۲۰۱۹ کال په ځانمرګو بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه د وړم کال په پرتله ۴۵ سلنه کمه شوې، خو د شپنيو عملياتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې کچه د وړم ۲۰۱۸ کال په پرتله ۷۹ سلنه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.