د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال له کندهاره هند ته د هوايي دهلېز هېڅ الوتنه نه ده شوې

سږ کال له کندهاره هند ته د هوايي دهلېز هېڅ الوتنه نه ده شوې

Feb 05, 2020 - 10:39

کندهار (پژواک، ١٦ سلواغه ۹۸): د کندهار د وچې او لندې مېوې سوداګر او د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د افغانستان- هند هوايي دهلېز اړوند له کندهاره هېڅ الوتنه نه ده شوې.

سوداګر او چارواکي له کندهاره د دغو الوتنو بیرته پيلېدل غواړي او وايي چې د وچې او لندې مېوې د صادراتو په برخه کې هوايي دهلېز یوه لویه اسانتیا ده.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د لندې مېوې د سیزن د پیل پر مهال یې بشپړ چمتووالی درلود څو د کندهار انګور، انار او نوره لنده مېوه د هوايي دهلېز له لارې هندوستان هېواد ته صادر کړي، خو دا دی کال پای ته رسېږي، ان يوه الوتنه هم ونه شوه.

هغه دغه د حکومت یو نمایشي کار وباله چې د لنډې مېوې لپاره یې دغه لړۍ پيل کړه او وروسته بې له کوم لامله ودرېده.

نوموړی زیاتوي، سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات ډېر وو او سوداګر یې په صادراتو کې له ستونزو سره مخ وو، پر همدغه بنسټ يې تر بل هر کال د هوايي دهلېز له لارې صادرېدو ته اړتیا ډېره وه.

ناني اغا وویل، د تازه مېوې د صادراتو لپاره پاکستان تر ټولو لوی مارکېټ دی خو دغه هېواد د کال په پيل کې لا پر مېوه ۳۰۰ سلنه مالیه لوړه کړه.

د ده په خبره، پاکستان تل د مېوو د محصولاتو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لارې تړي او کله بیا مالیه لوړوي، له همدې امله باغ لرونکي اړ شول انګور بهر ته د صادرېدو پر ځای وچ او پر ممیزو بدل کړي؛ ځکه له دومره لوړې مالیې سره یې صادراتو هغوی زیانمن کول.

دی وايي، دا د حکومت دنده ده چې د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدام کړی وای او د هوايي دهلېز له لارې یې د مېوې د صادراتو اسانتیا برابره کړې وای.

د سوداګرو د ټولنې مشر د هوايي دهلېز له لارې د مېوې صادرول یوه لویه اسانتیا ګڼي او د بېرته پيل کېدو غوښتنه یې کوي.

 

د کندهار د لندې مېوې یو بل سوداګر حاجي عزیز هم وايي چې د لوړې مالیې له امله سوداګر اړ شول پاکستان ته انګور صادر نه کړي.

ده پژواک ته وویل، پاکستان دغه ګام داسې مهال واخیست چې په کندهار کې د انګورو د محصولاتو ټولول پيل شوي وو.

ده وويل چې حکومت د دغسې ستونزو د حل پر ځای یوازې ژمنې کوي خو پوره کوې یې نه.

هغه د هوايي دهلېزونو موضوع یاده کړه چې دا ډېره موده په دې برخه کې له کندهاره الوتنې نه دي شوې، په داسې حال کې چې د هېواد په کچه د تازه مېوې د صادراتو ۷۵ سلنه برخه له کندهاره ده.

حاجي عزيز وايي، کروندګر او باغ لرونکي بشپړ کال انتظار باسي څو د انګورو د حاصلاتو وخت را ورسېږي او خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي خو دغسې ستونزې د هغوی ټوله خواري په اوبو لاهو کړي.

د نوموړي په وینا، پاکستان مخکې د انګورو پر یوه لارۍ ۸۶زره کلدارې مالیه اخیسته خو سږ کال یې ۳۲۰ زره کلدارو ته لوړه کړې وه.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر هم د افغانستان- هند هوايي دهلېز اړوند د الوتنو پر ځنډ خواشیني ښيي او وايي چې د دغه کار واک تر ډېره له مرکزي ادارې سره دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له ډېرو هڅو سربېره دی هم په دې نه پوهېږي چې د دغو الوتنو د ځنډ اصلي لامل به څه وي؟

ده زیاته کړه، د افغانستان- هند هوايي دهلېز اړوند الوتنې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پيل شوې، په همدې کال له کندهاره نوي ډيلي ته ۷ الوتنې وشوې، د ۱۳۹۷ کال په پيل کې ۴ الوتنې وشوې، خو تر هغه را وروسته په روان کال کې یوه الوتنه هم نه ده شوې.

دی وايي، دا په داسې حال کې ده چې له کندهاره د لندې مېوې صادرات وختي درېدلي او د وچې مېوې صادرات هم پر خلاصېدو دي.

هغه زياته کړه د لندې مېوې د سیزن پر پیل کې یې مرکزي ادارې ته خبر ورکړ چې دوی د هوايي دهلېز له لارې د مېوې لېږد ته بشپړ چمتووالی لري خو هغوی هیڅ اقدام و نه کړ.

حاجي زهير وايي، د هېواد په کچه د لندې او وچې مېوې ۷۰ سلنه صادرات له کندهار او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد له نورو لایتونو کېږي چې تر بل ولایت کندهار د هوايي دهلېز له لارې الوتنو ته ډېره اړتیا لري.

د ده په خبره، د کال په اوږدو کې له کندهاره د لندې او وچې مېوې د صادراتو ټولیزه کچه تر ۲۰۰ زره ټنو اوړي چې په دې توګه د هوايي دهلېز اړوند هره ورځ له کندهاره دوه الوتنې هم بسنه نه کوي.

نوموړی هم وايي چې دا د کندهار د سوداګرو لپاره یوه اسانتیا او جدي اړتیا ده چې دوی یې د بیاځلي پيل کېدو غوښتنه کوي.

زهیر د دې تر څنګ چابهار بندر هم د لندې او وچې مېو د صادراتو لپاره یوه لویه اسانتیا وګڼله او ویې ویل، سږ کال له دې لارې هند ته ۳۰۰ ټنه وچه او لنده مېوه صادر شوې ده.

خو دی په برخه کې د یوې ستونزې یادونه کوي او وايي چې سوداګر له دې لارې د صادراتو پر مهال هېواد ته د خپلو پیسو د رالېږدولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، دغه ستونزه یې څو ځلې له مرکزي ادارې او هندوستان قونسلګرۍ له چارواکو سره شریکه کړې او غوښتنه یې کړې چې د سوداګرو د پيسو د رالېږدولو په موخه دې یو ګډ بانک جوړ شي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، هوايي دهلېزونه په وچه کې د مهار هېوادونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا تر ټولو ښه بدیل دی.

ده هم وویل چې په ۹۶ لمریز کال کې له کندهاره په ۷ الوتنو کې ۲۸۰ ټنه او په ۹۷ کال کې په ۴ الوتنو کې ۱۰۰ ټنه وچه او لنده مېوه هند ته صادر شوه خو په روان ۹۸ کال کې تر دې مهاله یوه الوتنه هم نه ده شوې.

ده زیاته کړه، د ځینو ستونزو له امله د هوايي دهلېز اړوند له کندهاره الوتنې ځنډېدلې دي خو ده دا ستونزې مشخصې نه کړې.

خو ده خبر ورکړ چې ولایتي ادارې او سوداګرۍ خونې د مرکزې ادارې په مرسته هڅې پیل کړې چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز اړوند له کندهاره بېرته الوتنې پيل شي.

نوموړي د دې ترڅنګ د لندې او وچې مېوې د صادراتو د پراختیا په برخه کې د ځینو نوو پلانونو د پلي کېدو خبر ورکړ.

احمدي وویل، مرکزي اداره پلان لري چې د هوايي دهلېزونو له پیاوړي کولو سره په څنګ کې یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي کړي.

دی وايي، ټاکل شوې ده کندهار ولایت په اقتصادي زون بدل شي او دغلته یو زراعي کمپلیکس جوړ کړي چې د مېوو له پېکنګ او صادراتو ټولې اسانتیاوې به ولري.

د ده په خبره له دې سره به له کندهاره د لندې او وچې مېوې صادرات لا معیاري او باکیفیته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement