ګردېز (پژواک، ١٦ سلواغه ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د نري رنځ يا توبرکلوز ناروغي د درملنې شل بستريز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
روغتيايي مسوولين وايي، له دې سره د نري رنځ د اوږدمهاله ناروغۍ د نرم او سخت دواړو ډولونو تشخيص او درملنه شونې کېږي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د دغه روغتون په جوړېدو شاوخوا درې سوه زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د عامې روغتيا وزارت له خوا ورکړل شوى دى.
کټوازي په روغتيايي برخه کې د هېواد په نوم د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قراردادي موسـسې د فعاليتونو د نيمګړتياوو پر اصلاح او ښه کېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې وسله وال طالبان پر روغتيايي خدمتونو د محدوديت په لګولو بشري جنايت کوي.
نوموړی وايي: ((په روغتيايي برخه کې پکتيا کې ښه پرمختګونه شوي او تقريبا يوازينۍ برخه روغتيا ده، چې موږ يې کمپلکس لرو. د روغتيايي خدمتونو کيفيت او د ټولو سيمو پوښـښ لا هم يوه ستونزه ده، موږ ياده موضوع له ټولو اړوندو ادارو سره شريکه کړې او په ګډه به يې د ښه کېدو هڅې وکړو.))
دغه راز د پکتيا عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې تر دې وړاندې د نري رنځ ناروغان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل يا ګاونډي پاکستان ته تلل، چې په خبره يې د تشخيص او درملنې پر پروسه يې لسګونه زره افغانۍ لګښت کېده.
احمدزي پژواک ته وويل چې د نري رنځ د درملنې ننګوونکی حالت د مقاوم نري رنځ درملنه ده، چې زيات وخت او دقت ته اړتيا لري او په خبره يې تر دې وروسته به د پکتيا او زون د نري رنځ دا ډول ناروغان په دې روغتون کې درملنه کيږي، چې لس بستره يې د ښځو او لس هغه يې د نارينه وو لپاره دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې باندې به ډېر تغيير راشي؛ ځکه دلته به د ناروغانو تشخيص او تداوي کيږي يا به د ډاکټر صاحبانو لخوا تشخيص او موږ ته معرفي کيږي. د ناروغانو د وخيمې دورې لپاره څلور خونې لري. دلته به يې له اتلس مياشتو تر دوو کلونو تداوي جريان لري او دا ټول مصارف به يې د عامې روغتيا وزارت د نري رنځ د محوې ملي پروګرام له خوا ورکول کېږي.))
د پکتيا یو اوسېدونکی اجمل مسعودزی د دې روغتون په پرانیستل کېدو خوښ دی او وايي چې د نري رنځ د يو سخت ناروغ د تداوي لپاره د ګاونډي پاکستان تګ ته اړ شوی و.
مسعودزي نيوکه وکړه چې پکتيا ته د نورو ترڅنګ په روغتيايي برخه کې هم د څلور لسيزې پخوانۍ سرشمېرنې پر اساس امتيازات او اسانتياوې ورکول کېږي چې خورا ناکافي دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ډېر خوشاله يو چې د پکتيا په روغتيايي کمپلکس د توبرکلوز د درملنې روغتون جوړ شو، له مسولينو غواړو چې همدا ډول توجه وکړي، خو کمه نه، بلکې د نفوس اوسني شمېر ته په کتو.))
د يادونې ده، د نري رنځ د درملنې د دغه روغتون ودانۍ شاوخوا يو کال وړاندې جوړه شوې وه، خو د تشکيل او تداوي لپاره د اړتيا وړ اسانتياوو د نه شتون له امله يې پرانيسته تر اوسه ځنډېدلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن