ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام قلعه ته د هرات د ګمرک لېږد د عوایدو د کمښت لامل شوى

اسلام قلعه ته د هرات د ګمرک لېږد د عوایدو د کمښت لامل شوى

author avatar
6 Feb 2020 - 19:27
اسلام قلعه ته د هرات د ګمرک لېږد د عوایدو د کمښت لامل شوى
author avatar
6 Feb 2020 - 19:27

هرات ښار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۸): د هرات د ګمرک مسوولین په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دغه ګمرک د عوایدو له بې مخينې کمښت خبر ورکوي.

د هرات د ګمرک مرستیال جاوېد صمیم د دغه ګمرک د کارکوونکو پر وړاندې د ناامنیو د ګواښونو د  زیاتوالي په اړه له اعتراضونو وروسته نن خبري ناستې ته وویل چې مالیې وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هرات ګمرک ته ۳۲ ميليارد افغانۍ هدف ټاکلی و؛ خو دوی يواځې ۱۸ ميليارد افغانۍ ترلاسه کړى شواى.

د ده په خبره، تېر مالي کال دوی له ټاکل شوي هدف څخه ۱۴ میلیونه کم عواید درلودل.

هغه د اسلام قلعه ښارګوټي ته د ګمرک انتقال، د زورواکو شتون، له عوایدو څخه د تېښتې په مخنیوي کې د دولت کمزوري او د لارې په اوږدو کې ناامني د عوایدو د کمښت لاملونه بولي.

بلخوا، د هرات د ګمرک مرستیال د یاد ګمرک د کارکوونکو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته اندېښنه وښوده او ويې ویل چې په روان کال کې له ښار څخه د اسلام قلعه ښارګوټي ته د ګمرک له لېږدولو سره د دغې ادارې کارکوونکي او کمېشنکاران، د ناامني له ۱۷ په ځانګړي ډول ترور، سړي تښتونې او قتل له پېښو سره مخامخ شوي چې شپږ کسان یې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د زورواکو ځانګړې ډلې شته چې په عملي ډول له سوداګرو باج اخلي.

له دې سره په ولسي جرګه کې د هرات یوشمېر استازو هم له ښار څخه د اسلام قلعه ښارګوټي ته د ګمرک پر انتقال نیوکه وکړه.

دا استازي له حکومته غواړي چې ګمرک بېرته ښار ته انتقال کړي او یا هم د ګمرک د کارکوونکو امنیت تامین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له درېیو ورځو راهیسې د هرات د ګمرک کارکوونکو په لاره د تګ او راتګ پر مهال د امنیتي ګوښونو له امله کاري اعتصاب کړی دی.

د ګمرک مسوولین وایي، د کارکونکو د اعتصاب د هرې ورځې په تېرېدو د دولت عوایدو ته په میلیونونو افغانۍ زیان اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.