ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايرلينډ سره د شل اووريزو سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه

ايرلينډ سره د شل اووريزو سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه

author avatar
6 Feb 2020 - 16:00
ايرلينډ سره د شل اووريزو سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه
author avatar
6 Feb 2020 - 16:00

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨) : د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ايرلينډ پر وړاندې شل اووريزو سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

 د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز نن دسلواغې په ١٧مه، په يوه خبري ناسته کې وویل چی د شل اووریزه لوبو تر ټولو غوره لوبغاړو ته په دې نوملړ کې ځای ورکړل شوی او له دوی تمه کیږي چی د ایرلينډ پروړاندې به ښه وځلیږي.

هغه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د حضرت الله ځاځي فټنس ورځ تربلې په ښه کېدو دى او په دې برخه کې یې ډېرپرمختګ کړى دی.

مولز دغه راز زیاته کړه چې عصمت الله عمرزی او قیس احمد د افغانستان راتلونکي ستوري دي او د همدې لپاره په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلينډ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب درې نړیوالې شل اووریزې لوبې د روان کال مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه د هندوستان  په ګرېټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.

هېره دې نه وي چی په اعلان شوي نوملړ کې شاه پور ځدراڼ له یو نیم کال ځنډ وروسته لوبډلې کې اخیستل شوى چې ترڅنګ یې ځوان ال راونډر عظمت عمرزی او قیس احمد هم لوبډله کې اخیستل شوي دي.

افغان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د کرکټ نړيوالې شورا په چوکاټ کې د شل اووریزه لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې اووم، خو ایرلینډ بیا ۱۴ مقام له ځان سره لري.

په اعلان شوې لوبډله کې اصغرافغان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان مرستیال لوبډلمشر، نوین الحق، شاه پور ځدراڼ، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني شامل دي.

د کرکټ يو شمېر مينه والو په فيسبوک کې پر يادې لوبډلې نيوکې کړې دي، بادام احمدزي ليکلي چې په دې لوبډله کې بايد ځوانو لوبغاړو ته ډېر چانس ورکړل شوى واى.

محمد هاشم اورياخېل بيا ويلي چې د اصغر افغان، شاه پور ځدراڼ، ګلبدين نايب او سميع الله شينواري پر ځاى بايد ځوانان اخيستل شوى واى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.