کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۸): افغانستان کې د برېښنا له پلوه د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو «کاسا زر» ستر پروژې د پلي کولو چارې نن د کابل ولایت له سروبي ولسوالۍ پیل شوې.
دغه پروژه نن د سروبي ولسوالۍ اړوند، نغلو برېښنا فابریکې ته څېرمه په جوړو شویو مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په داسې حال کې پرانيستل شوه چې د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود.
ولسمشر غني په دغو مراسمو، دغه پروژه د برېښنا له پلوه د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو مهمه پروژه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د پروژې د امنیت ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د دغې پروژې له لارې به له یوې خوا افغانستان د برېښنا د نښلېدو په برخه کې سیمه ییز ملاتړ تر لاسه کړي او له بلې خوا به ورسره په نورو سوداګریزو راکړو ورکړو کې هم د سیمې د هېوادونو تر منځ همکارۍ پراخې شي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس امان الله غالب وویل چې دغه پروژه له منځنۍ اسيا سوېلي اسیا ته د برېښنا انرژۍ د لېږد ستره پروژه ده او ټولیزه وړتیا یې ۱۳۰۰ میګاواټه ده.
دی وایي چې یاده پروژه په افغانستان کې د کندوز، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له ۳۵ ولسوالیو تېریږي او هر کال به ددغې پروژې د برېښنا له ټرانزیټ څخه افغانستان له ۴۰ تر ۴۵ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه کوي.
د ده په وینا، افغانستان کې پر دغه پروژه ۲۲۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
د غالب د معلوماتو له مخې، دغه پروژه له قرغزستان پیل د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته رسیږي، ۱۲۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۵۷۵ کيلومتره یې د افعانستان له خاورې تېریږي او ساختماني چارې یې د (KEC) او (KPTL) هندي شرکتونو له خوا پر مخ وړل کېږي.
هغه وایي چې دغه پروژه به د ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ کې بشپړه شي.
د ده په وینا، د دې پروژې بله لویه ګټه دا ده چې له لارې به یې خلک چټک انټرنټ ته هم لاسرسی پیدا کړي او په دې برخه کې به د فایبر اوپتیک (OPGW) مزو له لارې د ډیجيټل کاسا پروژه هم پلې شي.
په افغانستان کې د تاجکستان سفیر شرف الدین امام په نننیو مراسمو کې پژواک ته وویل چې دغه پروژه به د منځنۍ اسیا او سوېلي اسيا اړیکې پیاوړې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن