جلال اباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۸): په ختيځ کې د عامې روغتيا په نوم يوه مدني ټولنه وايي، د دغه زون په څلورو ولايتونو کې روغتيايي ستونزې څېړي او د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.
ياده ټولنه وايي، اوس مهال د ختيځ په کچه روغتيايي سکټور کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت، روغتيايي مرکزونو ته د سټنډرډ ودانيو نشتوالی او ځينې امنيتي ستونزې د روغتيا پر وړاندې خنډونه دي.
د ختيځ د عامې روغتيا ټولنې مسوولينو دا څرګندونې د سلواغې په ۱۷مه جلال اباد ښار کې د ختيځو څلورو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان د عامې روغتيا د مسوولينو او نورو چارواکو، مدني ټولنو او وکيلانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
د ختيځ د روغتيايي سکټور د ارزونې په دې پروګرام کې بحث وشو چې د روغتیايي وسایلو، تشکیل او روغتیايي مرکزونو ته د ساختمانونو کمی لويې روغتیايي ستونزې دي.
د ختیځ روغتيايي ټولنې مشر سيدحبيب اروال وويل چې د دې ولایتونو ټولې روغتيايي ستونزې به تر پېژندنې او ارزونې وروسته د حل په موخه د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره شريکې کړي او حل ته یې هم هیله مندي وښوده.
د نورستان د عامې روغتيا رييس ذکي الله ستوري وويل، ټول نورستان کې یواځې د مرکز پارون په دولتي روغتون کې يوه ښځينه ام ډي ډاکټره شته خو هره ولسوالۍ کې قابلې شته چې د زېږون پرمهال د ښځينه ناروغانو پالنه وکړي.
خو د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټرعزيز ساپي وويل، د دغه ولايت شپږو ولسواليو کې د پوليو واکسين پر وړاندې ځينو وسله والو ډلو چې دى يې نومونه نه اخلي تازه خنډونه را ولاړ کړي دي.
د هغه په وينا، دغو بنديزونو ۳۹ زره کوچنيان له واکسين څخه بې برخې کړي دي.
اخوا د لغمان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالمعروف جليلي بيا وايي، قرغيو، الينګار، الشينګ او مرکز کې اووه روغتيايي مرکزونه چې يوه بنسټ يې تر ۲۰۱۰ کال پورې مالي ملاتړ کاوه د بنديدو له ګواښ سره مخ دي.
دی زياتوي که يادو مرکزونو ته د مالي ملاتړ زمينه برابره نه شي؛ نو ښايي وتړل شي او زرګونه خلک له روغتيايي اسانتياوو بې برخې شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس هم د دې ولايت لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي ستونزو موجوديت مني خو وايي، په مرکزي کچه دا ستونزې کمې دي او هڅې کېږي چې ولسواليو ته هم پاملرنه زياته شي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مرستيال والي تميم عارف مومند هم ډاډ ورکوي چې د تېر په پرتله اوس په دې ولايت کې روغتيا برخه کې ستونزې تر ډېره حل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن