ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” په بلخ کې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې ده”

” په بلخ کې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې ده”

author avatar
6 Feb 2020 - 16:06
” په بلخ کې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې ده”
author avatar
6 Feb 2020 - 16:06

مزارشريف (پژواک، ۱۷سلواغه ۹۸): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، چې دغه ولايت کې شاوخوا ۲۴۰زره جريبه ځمکه د زرو کسانو له خوا غصب شوې ده، خو د عدليې رييس وايي چې په روان لمريز کال کې يې ۴۷ زره جريبه ځمکه بېرته د غاصبينو له منګولو څخه ژغورلې ده.

له دې سره د بلخ استيناف څارنوالي وايي، چې امنيتي ارګانونو ته يې د غاصبينو پر وړاندې د جدي اقداماتو کولو سپارښتنه کړې ده.

د بلخ ولايت عدليې رييس امين الله امين د سلواغې په ۱۷مه، مزارشريف ښار کې د يوې ناستې پر مهال د خپل تېر مالي کال د لاسته راوړنو په تړاو رسنيو سره معلومات شريک کړل.

د بلخ د عدليې رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې ادارې تېر کال کې ۷۷۵۰ حقوقي قضيو ته رسېدګي کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې دغو قضيو کې املاکي، فاميلي او د پور دعواوې شاملې دي.

د هغه په خبره، د دې قضيو له ډلې ۱۴۹ قضيې د مصالحې له لارې حل شوې دي.

د عدليې رييس زياتوي، چې تېر کال  کې ۴۰۷ قضيې د تطبيق لپاره د محاکمو له خوا دوی ته راجع شوې وې، چې له ډلې يې ۲۳۸ قضيې تطبيق شوې دي او ۱۶۹ نورې قضيې د بېلابېلو ستونزو له امله لا هم نه دي پلې شوي.

نوموړي وويل، چې تېر کال د بلخ عدليې رياست ۸نيم ميليونه افغانۍ عوايد کړي، چې د تېر کال په پرتله ۵۲سلنه زياتوالی ښيي.

د بلخ د عدليې رييس دا هم وويل، چې په تېر مالي کال کې يې تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه، چې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه يې د غاصبينو له منګولو څخه ژغورلې ده.

هغه زياته کړه، چې لا هم دغه لړۍ روانه ده او د بلخ ولايت مقام په ملاتړ او يو شمېر نورو دولتي ادارو په ملتيا به غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه بېرته راګرځوي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد وايي، چې دغه ولايت کې دوه سوه او څلوېښت زره جريبه ځمکه د زرو کسانو له خوا غصب شوې ده.

حديد زياته کړه، چې دغه ځمکه د سيمه ييزو زوراکو له خوا غصب شوې، چې په ځينو ځايونو کې يې جعلي اسناد هم ورته جوړ کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.