د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د «کاسا زر» پروژې د پلي کولو چارې پیل شوې

د «کاسا زر» پروژې د پلي کولو چارې پیل شوې

Feb 06, 2020 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۸): افغانستان کې د برېښنا له پلوه د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو «کاسا زر»  ستر پروژې د پلي کولو چارې نن د کابل ولایت له سروبي ولسوالۍ پیل شوې.

دغه پروژه نن د سروبي ولسوالۍ اړوند، نغلو برېښنا فابریکې ته څېرمه په جوړو شویو مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په داسې حال کې پرانيستل شوه چې د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود.

ولسمشر غني په دغو مراسمو، دغه پروژه د برېښنا له پلوه د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو مهمه پروژه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د پروژې د امنیت ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د دغې پروژې له لارې به له یوې خوا افغانستان د برېښنا د نښلېدو په برخه کې سیمه ییز ملاتړ تر لاسه کړي او له بلې خوا به ورسره په نورو سوداګریزو راکړو ورکړو کې هم د سیمې د هېوادونو تر منځ همکارۍ پراخې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس امان الله غالب وویل چې دغه پروژه له منځنۍ اسيا سوېلي اسیا ته د برېښنا انرژۍ د لېږد ستره پروژه ده او ټولیزه وړتیا یې ۱۳۰۰ میګاواټه ده.

 دی وایي چې یاده پروژه په افغانستان کې د کندوز، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له ۳۵ ولسوالیو تېریږي او هر کال به ددغې پروژې د برېښنا له ټرانزیټ څخه افغانستان له ۴۰ تر ۴۵ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه کوي.

د ده په وینا، افغانستان کې پر دغه پروژه  ۲۲۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د غالب د معلوماتو له مخې، دغه پروژه له قرغزستان پیل د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته رسیږي، ۱۲۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۵۷۵ کيلومتره یې د افعانستان له خاورې تېریږي او ساختماني چارې یې د (KEC) او (KPTL) هندي شرکتونو له خوا پر مخ وړل کېږي.

هغه وایي چې دغه پروژه به د ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ کې بشپړه شي.

د ده په وینا، د دې پروژې بله لویه ګټه دا ده چې له لارې به یې خلک چټک انټرنټ ته هم لاسرسی پیدا کړي  او په دې برخه کې به د فایبر اوپتیک (OPGW)  مزو له لارې د ډیجيټل کاسا پروژه هم پلې شي.

په افغانستان کې د تاجکستان سفیر شرف الدین امام په نننیو مراسمو کې پژواک ته وویل چې دغه پروژه به د منځنۍ اسیا او سوېلي اسيا اړیکې پیاوړې کړي.

هغه هیله وښوده چې په پروژه کې شامل هېوادونه په دې برخه کې له یو بل سره مرسته وکړي او د پروژې د پلي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، ځکه چې دغه پروژه د سیمې پر ثبات مهم اغېز لري.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر ظاهرنصرالله هم دغه پروژه د سیمې د هېوادونو لپاره مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې هېواد یې هر ډول سیمه ییزو همکاریو ته ژمن دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking