کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨) : د ترکيې په استانبول هوايي ډګر کې د يوې الوتکې د ښويېدو په پېښه کې درې تنه مړه او ١٧٩ نور مسافرين ټپيان شوي دي.
د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې، يوه ٧٣٧ بوئينګ ډوله مسافر وړونکې الوتکه چې تېره شپه له ازمير ښار څخه د استانبول ښار په هوايي ډګر کې ناسته وه، د ځغاستې له کرښې څخه ښويېدلې او درې ځايه ټوټې شوې ده.
د استانبول هوايي ډګر مسوولينو ويلي چې له دې پېښې سره سم په الوتکه کې اور ولګېد، خو د اور وژنې عملې د اور په مړ کولو کې بريالي شول او مسافرين يې له الوتکې څخه وايستل.
د ترکيې د ترانسپورټ وزير چاهت تورهان ويلي چې په دې پېښه کې درې کسان مړه او له ١٧٩ زيات کسان ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په دې الوتکه کې شپږ تنه عمله او ١٧٧ مسافرين سپاره وو، چې ١٢ يې ماشومان وو.
د سرچينې په وينا، دغه پېښه د باران او سخت توپان له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن