ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمندکې پر دوه زره جريبه ځمکه د باغونو جوړولو لړۍ پيل شوه

هلمندکې پر دوه زره جريبه ځمکه د باغونو جوړولو لړۍ پيل شوه

author avatar
6 Feb 2020 - 11:56
هلمندکې پر دوه زره جريبه ځمکه د باغونو جوړولو لړۍ پيل شوه
author avatar
6 Feb 2020 - 11:56

لښکرګاه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨): د هلمند ولايت په دوه زره جريبه ځمکه کې د باغونو د جوړولو او د څه باندې سل زره نيالګيو د اېښودلو لړۍ پيل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې سږکال د دغه ولايت د سمسورتيا لپاره پوره چمتووالى نيول شوى دى.

ده زياته کړه: ((زه له ټولو هلمنديانو غواړم چې يو نيالګى د ځان او يو نيالګى هم د وطن لپاره کېنوي او د پالنې لپاره يې هم تر خپلې وسې همکاري وکړي.))

د والي د معلوماتو له مخې، په دغه برخه کې ١٢٠ زره نيالګي د کرنې رياست او نهه سوه زره نيالګي د خصوصي سکتور له خوا چمتو شوي دي.

دغه راز د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو وويل، دوى په پام کې لري چې په ټول هلمند کې ١٢٠ زره اصلاح شوي نيالګي کېنوي.

الکو دا هم وويل چې د نوي کال په را رسېدو سره به د پنځه ولسواليو په دوه زره جريبه ځمکه کې د ميوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړي.

ده زياته کړه: ((د دغو باغونو مالي لګښت ٧٥ سلنه پر موږ او پاتې نور يې پر کروندګرو دى.))

همدارنګه بڼوال ګل جان وويل چې د نوي کال د را رسېدو په مناسبت د باغونو جوړولو او نيالګیو ایښودلو لپاره يې چمتوالی نیولى دى.

هغه وويل: ((زه له ځایي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه کوم چې معیاري باغونه موږ ته جوړ کړي.))

دده په خبره، هر کال يې د کرنې له ریاست څخه نیالګي ترلاسه کړي چې تر خپله وسه يې ښه روزلي هم دي.

د يادونې ده چې هر کال د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې ميليونونه نيالګي اېښودل کيږي، خو په معياري ډول نه ساتل کيږي او له څه مودې وروسته بيا له منځه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.