د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" په بلخ کې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې ده"

" په بلخ کې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې ده"

Feb 06, 2020 - 16:06

مزارشريف (پژواک، ۱۷سلواغه ۹۸): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، چې دغه ولايت کې شاوخوا ۲۴۰زره جريبه ځمکه د زرو کسانو له خوا غصب شوې ده، خو د عدليې رييس وايي چې په روان لمريز کال کې يې ۴۷ زره جريبه ځمکه بېرته د غاصبينو له منګولو څخه ژغورلې ده.

له دې سره د بلخ استيناف څارنوالي وايي، چې امنيتي ارګانونو ته يې د غاصبينو پر وړاندې د جدي اقداماتو کولو سپارښتنه کړې ده.

د بلخ ولايت عدليې رييس امين الله امين د سلواغې په ۱۷مه، مزارشريف ښار کې د يوې ناستې پر مهال د خپل تېر مالي کال د لاسته راوړنو په تړاو رسنيو سره معلومات شريک کړل.

د بلخ د عدليې رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې ادارې تېر کال کې ۷۷۵۰ حقوقي قضيو ته رسېدګي کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې دغو قضيو کې املاکي، فاميلي او د پور دعواوې شاملې دي.

د هغه په خبره، د دې قضيو له ډلې ۱۴۹ قضيې د مصالحې له لارې حل شوې دي.

د عدليې رييس زياتوي، چې تېر کال  کې ۴۰۷ قضيې د تطبيق لپاره د محاکمو له خوا دوی ته راجع شوې وې، چې له ډلې يې ۲۳۸ قضيې تطبيق شوې دي او ۱۶۹ نورې قضيې د بېلابېلو ستونزو له امله لا هم نه دي پلې شوي.

نوموړي وويل، چې تېر کال د بلخ عدليې رياست ۸نيم ميليونه افغانۍ عوايد کړي، چې د تېر کال په پرتله ۵۲سلنه زياتوالی ښيي.

د بلخ د عدليې رييس دا هم وويل، چې په تېر مالي کال کې يې تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه، چې ۴۷ زره جريبه غصب شوې ځمکه يې د غاصبينو له منګولو څخه ژغورلې ده.

هغه زياته کړه، چې لا هم دغه لړۍ روانه ده او د بلخ ولايت مقام په ملاتړ او يو شمېر نورو دولتي ادارو په ملتيا به غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه بېرته راګرځوي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد وايي، چې دغه ولايت کې دوه سوه او څلوېښت زره جريبه ځمکه د زرو کسانو له خوا غصب شوې ده.

حديد زياته کړه، چې دغه ځمکه د سيمه ييزو زوراکو له خوا غصب شوې، چې په ځينو ځايونو کې يې جعلي اسناد هم ورته جوړ کړي دي.

هغه د غصب شويو ځمکو په بيا راګرځولو کې د بلخ د عدليې رياست اقدامات وستايل.

له دې سره د بلخ د استيناف څارنوالۍ رييس سيف الله پوپل پژواک ته وويل، چې د بلخ کشفي او امنيتي ارګانونو ته يې د غاصبينو پر ضد د جدي اقداماتو کولو سپارښتنه کړې ده.

نوموړی زياتوي، چې ټولې هغه ځمکې به د غاصبينو له منګولو ژغوري، چې په تېرو کلونو کې غصب شوې دي.

د پوپل په خبره، د ځمکو له غاصبينو سره به جدي او قانوني چلند کېږي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement