ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیانو کې د بېلابېلو فرهنګي نندارو او ژمنیو لوبو فیستوال پیل شو

بامیانو کې د بېلابېلو فرهنګي نندارو او ژمنیو لوبو فیستوال پیل شو

author avatar
7 Feb 2020 - 16:06
بامیانو کې د بېلابېلو فرهنګي نندارو او ژمنیو لوبو فیستوال پیل شو
author avatar
7 Feb 2020 - 16:06

بامیان (پژواک، ۱۸ دلو ۹۸): بامیانو کې ژمني فیستوال کې چې نن پیل شو، بېلابېلې ژمنۍ لوبې، فرهنګي پروګرامونه لکه مشاعره، د تیاتر نندارې، له واورو د بودا مجسمو جوړول او نور شامل دي.

د بامیانو والي محمد ظاهر زهیر د دغه ولایت په مرکز کې نن د دغه فیستوال د پیل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د موسیقي پروګرامونه او د لاسی صنایع، انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتونونه هم د دغې فیستوال برخه دي.

دی وایي چې دغه فیستوال نن پیل شو او د روانې سلواغې میاشتې تر ۲۳ مې به دوام وکړي.

هغه وویل چې سکي او د وارو پر سر نورې لوبې، وزلوبه او د اسپونو ځغلول هم په دغه فیستوال کې شامل دي.

دی وایي چې دغه فیستوال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د بامیانو د ځایي ادارې په مرسته جوړ شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توریزم څانګې مرستیالې مژګان مصطفوي هم نن په یادو مراسمو کې خبرې وکړې، ویې ویل چې د توریزم پراختیا او سیلانیانو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره باید بامیانو کې ډېر کار وشي.

هغې یاد فیستوال سیلانیانو ته د بامیانو د ورپېژندلو په برخه کې مهم ګام وباله، خو ویې ویل چې دغه ولایت ته د سیلانیانو د پاو وراړولو په موخه اړینه ده چې دغه ولایت کې معیاري هوایي ډګر جوړ شي او هلته د توریزم لپاره د شته امکاناتو په اړه په انلاین ډول سیلانیانو ته معلومات ورکړل شي.

د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر احمد حسین احمد هیله څرګنده کړه چې یاد فیستوال بامیانو ته د سیلانیانو د پام اړولو په برخه کې ګټور تمام شي.

دا ډول لومړنی فیستوال تیر کال هم په ژمي کې بامیانو کې جوړ شوی و.

احمد وایي، څلور کاله مخکې په کلني ډول شاوخوا شل زره سیلانیان بامیانو ته تلل، خو اوس دغه شمېر ۲۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.