میمنه (پژواک، ۱۸ دلو ۹۸): ځایي سرچینې وایي، طالبانو فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرحدي لوا یو سرتیری په دولت اباد ولسوالۍ کې له موټر نه ښکته کړی او بیا یې په ډزو وژلی دی.
یوې سیمه ییزې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېر ماښام یو سرتېری د میمنې- اندخوی پر لویه لار له موټر نه ښکته کړی، تېره شپه یې په ډزو وژلی او مړی یې پر سړک غورځولی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي هم وویل چې فاریاب کې د سرحدي لوا یو سرتیری چې له اړوندې قطعې یې رخصت اخستی و، په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو لاسته ورغلی او وژل یې دی.
د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان هم وایي چې هغوی د نقیب الله په نوم د شاهین قول اردو یو منسوب چې د تخار ولایت اوسېدونکی و، له موټر نه ښکته کړی او تر تحقیقاتو وروسته یې وژلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن