کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۸): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه پر لویو لارو له سوداګرو په ناقانونه ډول د پیسو له اخیستو سر ټکوي او وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډ سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده.
د مالیې وزارت او د افغانستان د سوادګرۍ او صنایعو خونې چارواکو دغه څرګندونې نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي په نننۍ غونډه کې وویل، د افغانستان د خلکو دنده ده چې مالیه ورکړي خو حکومت باید پر لویو لارو د مالیې اخیستو په نوم د غیر قانوني پیسو اخيستونکو مخه ونیسي.
نوموړې زیاته کړه: «د کابل- هرات په لویه لاره او نور لویو لارو لسګونه پوستې دي او په رڼا ورځ د سوادګرو موټر دروې او پیسې ترې اخلي.»
ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې دغه پوستې د محلي قوماندانو او نورو غیر غیرقانوني وسله والو له خوا جوړې شوې دي.
د الکوزې په وينا، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید د سوداګرو امنیت ټینګ شي، نور اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
ده همدارنګه وویل چې د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې ځنډ هم پر سوادګریزو چارو ډېر منفي اغېز کړی او له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د سوادګرۍ چارې له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه هيله څرګند کړه چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان شي.
ده همدارنګه وویل چې د مالیه ورکولو پړاوونه هم ډېر سخت دي چې باید اسانتیاوې په کې راوستل شي.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال محمد عیسی قدرت په نننۍ ناسته کې له خصوصي سکټوره وغوښتل چې له مالیې وزارت سره د فساد د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هرات اسلام کلا په ګمرګ کې له سوادګرو په غیر قانوني ډول پیسې اخيستل کېږي، وویل چې دغه موضوع به ډېر ژر د یو پلاوي له خوا وڅېړل شي.
د ده په وینا، د مالیې وزارت په ۱۳۹۸ کال کې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید لرل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن