ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په کابل کې د سون توکو بیې ۸ سلنه رالوېدلې دي

د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په کابل کې د سون توکو بیې ۸ سلنه رالوېدلې دي

author avatar
8 Feb 2020 - 14:47
د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په کابل کې د سون توکو بیې ۸ سلنه رالوېدلې دي
author avatar
8 Feb 2020 - 14:47

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۸): تېرې شنبې ته په کتو نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر واړندې د ډالر لوړېدو ترڅنګ د سون توکو او غوړو بیې راټیټې شوې، خو د نورو لومړۍ درجه اړینو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرلو بیه له ۴۸ افغانۍ څخه ۴۶ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه بیا له ۴۷ څخه ۴۶ ته ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په نړیواله کچه د یادو توکو د بیو له رالوېدو سره د کابل په بازارونو کې هم د هغو ټیټې شوې دي.

د ګازو بیه هم راټیټه شوې ده.

دا چې د کابل په مختلفو ناحیو کې ګاز په یوه بیه نه وي؛ خو ګاز پلورونکي یې د بیې له ټیټوالي خبر ورکوي.

د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۶۰ افغانۍ څخه ۵۵ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.

همداراز د کابل ښار په اول مکروریانو  سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمد ظریف وویل، نن د تېرو ۷ ورځو په نسبت د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۶۵ افغانۍ څخه ۶۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

په خوراکي توکو کې یوازې د غوړیو بیې لږ را ټيټې شوې دي.

د کابل ښار د منډوي عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتره عمده خورشید غوړیو بیه له ۱۳۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۸۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

په ځینو مواردو کې د یو شمېر توکو عمده بیې له پرچون بیو سره لږ خو په ځینو نورو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په پرچون ډول په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اوونۍ کې د سرو زرو بیو هم بدلو نه دی موندلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.