ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې پکتيکا کې د بندونو په جوړولو او د وارداتي برېښنا لېږد کې ناغېړي نه کوي”

author avatar
8 Feb 2020 - 18:29
author avatar
8 Feb 2020 - 18:29

ښرنه (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): د پکتيکا اوسېدونکو په ولسي جرګه کې د دې ولايت له استازو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پکتيکا کې د اوبو د بندونو په جوړولو، پکتيکا ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې دې ناغېړي نه کوي.

د مرکز ښرنې قومي مشر استاد عبدالصمد "شهيدپلار" په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، پکتيکا يو سرحدي ولايت دی، پراخې دښتې او کرنيزې ځمکې لري، خو د اوبو د نه شتون له امله خلک په همغه ډول ورنه استفاده نه شي کولی، لکه څنګه چې لازمه ده.

د ده په وينا، په پکتيکا کې د اوبو ځينې واړه او ځينې لوی بندونه شته چې په وارونو يې د حکومت له لوري سروې شوې ده، خو تر اوسه پورې يې عملي کار نه دی پيل شوی.

هغه زياته کړه، که پلتو، ژامي، پارک بندونه وتړل شي، د پکتيکا اوسېدونکي چې ډېری يې په کرکيله بوخت دي، کولی شي له خپلو ځمکو ښه حاصلات تر لاسه کړي او په خپل ځان بسيا شي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د وارداتي برېښنا په لېږد کې دې پکتيکا ته هم ژر تر ژره د برېښنا مزي وغځول شي.

د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاخان هم پکتيکا د حکومت له لوري له پام لوېدلی ولايت يادوي او زياتوي، حکومت دې پکتيکا نوره نه محروموي او د نورو ولايتونو په څېر دې ورته پاملرنه زياته کړي.

هغه وويل، له پکتيکا سره څنګ لورو ولايتونو پکتيا، خوست او غزني ته د وارداتي برېښنا مزي غځول شوي دي، خو تر اوسه پکتيکا له برق څخه محرومه پاتې ده.

ده هم غوښتنه  وکړه چې حکومت دې پکتيکا ته د بندونو د جوړولو او تړلو ترڅنګ ورته د وارداتي برېښنا مزي وغځوي ترڅو په دې ولايت کي د کروندګرو ترڅنګ تجاران هم پکتيکا کې پانګونه وکړي او فابريکې جوړې کړي.

هغه په ولسي جرګه کې د دې ولايت له استازو غوښتنه وکړه چې د پکتيکا د خلکو ژمنې دې مستقيما تر اړوندو وزارتونو او ولسمشره ورسوي.

په ولسې جرګه کي د پکتيکا د خلکو استازي محمد ميرزا کټوازي وويل چې د پکتيکا خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، د اوبو د بندونو د جوړولو او پکتيکا ته د وارداتي برېښنا د رسولو په اړه له ولسي جرګې او اړوندو وزارتونو سره د خلکو ستونزې شريکې کړي او حل لار به ورته ولټوي.

هغه وويل، نور د پکتيکاوالو حقوق نه خوړل کېږي او په خپل ټول توان سره به يادې ستونزې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د حل په موخه به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.