ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې چاودنې درېیو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

خوست ښار کې چاودنې درېیو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
8 Feb 2020 - 12:10
خوست ښار کې چاودنې درېیو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
8 Feb 2020 - 12:10

خوست ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): په خوست ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله درېيو پوليسو ته  مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خوست ښار ميخانيکي انسټیټیوټ ته څېرمه د پوليسو پر رینجر موټر شوې وه.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

عادل د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.

بل پلو په خوست ښار کې د‌ بابري ګل په نوم د خصوصي کلينيک يوه ډاکټر پژواک ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه يو جسد او يو ټپي ور وړل شوی دی.

د هغه په وينا، وژل شوی او ټپي دواړه پوليس دي.

تر دې دمه د‌ پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.