شهر هرات (پژواک، ١٩ سلواغه ۹۸): د هرات د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان د ملي اردو سرتېرو له خوا په تېروتنې سره وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان احمدشاه جلالي تېر ماښام د هرات په نواباد سیمه کې له چک پاینټ څخه د تېرېدو پر مهال امنیتي ځواکونو پر ډزو وژلی دی.
نوموړي پژواک ته وویل، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې جلالي په خپل شخصي موټر کې له چک پاینټه تېر شو او د ملي اردو د سربازانو په اشاره ونه درېد.
نوموړي وویل، د هرات والي کشفي او ارګانونو ته امر کړی چې یاده پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.
د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل د احمدشاه جلالي وژل کېدل د یاد ولایت د پولیسو په لیکو کې ستره ضایعه بللې ده.
۲۰۷ ظفر قول اردو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
بلخوا د هرات سیمه ییز مسوولین احمدشاه خان له ترهګرو سره مبارز ګڼلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن