غزني ښار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٨): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې نا امنۍ، د ښوونځيو کموالي او له زده کړو سره د خلکو نه لېوالتيا د دې لامل شوي چې په دغه ولايت کې د اويا سلنه نجونو په ګډون څلور سوه زره په شرايطو برابر کسان له زده کړو بې برخې پاتې شي.
د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د زده کړو د پراختيا لپاره کار نه دى شوى.
هغه وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ، د ښوونځيو کموالى او له زده کړو سره د خلکو نه لېوالتيا د دې لامل شوې چې د اويا سلنه نجونو په ګډون څلور سوه زره پر شرايطو برابر کسان له زده کړو څخه پاتې شي.
ده زياته کړه: ((په دغه ولايت کې د خلکو لپاره د دې زمينه نه ده برابره شوې چې خپل ماشومان زده کړو ته وليږي.))
انصار وايي چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې له قومي مشرانو او نورو اړوندو ارګانونو سره خبرې پيل کړې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي محمد ولي سباوون پژواک ته وويل، تر ټولو لوى مسووليت د کورنيو دى چې بايد پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي.
ده ټينګار وکړ چې د جګړې ښکېلې خواوې هم بايد د زده کړو بهير سياسي نه کړي او پر وړاندې يې د خنډ له جوړولو څخه ډډه وکړي.
هغه زياته کړه: ((همدا اوس هم د بې سواده کسانو شمېر ډېر زيات شوى دى که دغه ستونزه حل نه شي دغه شمېره نوره هم ډېريږي.))
دغه راز د غزني بل اوسېدونکي محمد نبي وويل چې د جګړو او نا امنيو له امله د دوى په کورنۍ ډېر ماشومان له زده کړو څخه بې برخي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په کومه سيمه کې ښوونځى نشته دى، په کوم ځاى کې جګړه وي، څوک خپله علاقه نه لري چې ماشومان يې درس و وايي نو دا يو لوى مشکل دى چې بايد حل شي.))
ده پر وسله والو طالبانو نيوکه وکړه چې په ځينو سيمو کې يې د ښوونځيو د جوړېدو مخه نيولې چې له امله يې يو شمېر کسان له زده کړو څخه پاتې دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې طالبان په ښوونځيو او زده هېڅ کار نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن