جلال اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې څلورنيم ميليونه افغانيو په مالي لګښت فرعي سړکونه، ويالې او يو استنادي دېوال جوړ شول.
د دغو رغنيزو پروژو چارې کابو څلور نيم مياشتې وړاندې پيل شوې وې چې چارې يې بشپړې شوې او نن د سلواغې په ٢٠مه پرانيستل شوې.
د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې د اتم ګذر د شورا مشر سردار وويل، د څلور ميليونه، شپږ سوه نوي زره افغانيو په لګښت يې د څلور مياشتو په موده کې ۱۲۰۹ متره سړکونه، ۸۲۸ متره ويالې، ۶۶ متره د ويالو په سر د جالیو لګولو او يو استنادي دېوال چارې بشپړې کړې.
د ده په وينا، په ياده موده کې يې د ۵۱۲ متره مربع په اندازه زیاتې چارې تر سره کړي چې ټولې چارې د ولس په خوښه او د هغوی د اړتيا په نظر کې نيولو سره مخته تللې دي.
هغه زياته کړه، په ياده موده کې لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او له دغو پروژو څخه به د دې سيمې زرګونه کسان استفاده وکړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي مختار احمد د دې پروژو په تر سره کېدو خوښي وښوده او د برېښنا په برخه کې د شته ستونزو حل او څو نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنې يې وکړې.
دی وايي، د ولسي تړون پروګرام تر پيل وړاندې د دغې سيمې خلک په اړوندو برخو کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ و چې اوس يې ستونزې تر ډېره حل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن