ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزی: د نوي ولسمشر تر رسمي تحليف دوه اونۍ وروسته د سولې په تړاو لويه جرګه جوړيږي

داوودزی: د نوي ولسمشر تر رسمي تحليف دوه اونۍ وروسته د سولې په تړاو لويه جرګه جوړيږي

author avatar
9 Feb 2020 - 18:02
داوودزی: د نوي ولسمشر تر رسمي تحليف دوه اونۍ وروسته د سولې په تړاو لويه جرګه جوړيږي
author avatar
9 Feb 2020 - 18:02

کابل (پژواک،۲۰سلواغه ۹۸): عمر داوودزی وايي، د نوي ولسمشر تر رسمي تحليف دوه اونۍ وروسته په افغانستان کې د سولې په تړاو لويه جرګه جوړه او د سياسي اجماع په موخه به د مصالحې د رهبرۍ شورا بيا احيا کړی شي.

دغه څرګندونې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء پخواني رئيس او د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم د کمپاين مشر محمد داوودزی نن په کابل کې د سولې پروسې د پياوړتيا په منظور وکړې.

په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په پار له تېر يو کال راهيسې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي، خو کومې وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي.

د سولې په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د روانې مياشتې په يوولسمه پاکستان لاړ او له هغه ځايه کابل ته راغی او له ولسمشر محمد اشرف غني يې د ليدنې پر مهال ويلي و چې له طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دى شوی.

تر دې وروسته، د سولې دعالي شورا د دارالانشاء پخوانی مشر داوودزی وايي، تردې دمه د سولې په تړاو د حکومت او طالبانو له دريځه هېچا سم درک نه دی ترلاسه کړی.

دی زياتوي: "د دولت موقف هغه دی چې ولسمشر ويلي چې زه د سولې مذاکرې ته بې قيد او شرط څخه ځم، اوس هم هماغه دی، اما ولې په کې اوربند را دننه شو؟ ايا د اوربند غوښتل ګناه ده؟ دا خو د ټول ملت تقاضا ده، په لويه جرګه يې ورنه وغوښتل شول، چې وا رييس جمهوره! اول موږ درنه اتش بس غواړو، دا ولسمشر که د ملت ولسمشر وي، خو د ملت غوښتنه همدا ده."

هغه زياته کړه، د سولې په تړاو د طالبانو له دريځه هم څوک نه دي خبر او وايي: "زما د حيرت خبره دا هم ده چې تراوسه د طالبانو موقف هم سم نه دی درک شوی، دا چې طالبانو ويلي چې موږ له ډاکټر غني سره په هېڅ صورت نه کېنو، راوړه، ما ته ثبوت چې چېرته يې درته وويل؟ بيا درته وايي چې والله په مسکو کې يې په دهلېز کې راته وويل. موقف خو داسې نه بيانيږي د طالب."

خو دی وايي، تردې وړاندې د سولې مشورتي جرګه هم جوړه شوې او د سياسي اجماع په موخه د مصالحې د رهبرۍ شورا جوړه شوې ده، خو ډېرې ستونزې يې لرلې.

داوودزي زياته کړه: "وړانديز دا دی چې د نوي ولسمشر تر تحليف وروسته هغه که هر څوک وي، دوه اونۍ وروسته په هېواد کې د سولې په تړاو د ملي اجماع په موخه مشورتي جرګه راغوښتل کېږي او د سياسي اجماع د رامنځته کېدو لپاره يو ځل بيا د مصالحې د رهبرۍ شورا بيا احيا کېږي."

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې مياشتې په ٦مه ترسره شوې، خو تراوسه يې وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

دی زياتوي، طالبان او حکومت به يو له بل سره خبرې کوي او يوې پايلې ته به رسېږي.

داوودزي په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل: "طالب کله منلې ده چې زه راځم او له دولت سره مذاکره کوم، خو دی دې دا شرط لرې کړي، که طالب ومنله، په لوڅو پښو به ټول ورشو ورته، خو هغه تراوسه نه ده منلې، دا خو ناجايزه ده چې په يو طرف کې ټولې خبرې پاکې، لوڅې پښې او لوڅ سر ورځغلوه او هغه بل طرف ته غرور ورکوه، اسمان ته يې جګوه؛ داخو ناجايزه ده؛ دا نه برابريږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.