کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٨): د ملي دفاع وزارت د دوو جنرالانو دندې تعليق او د پلټنو لپاره لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ملي دفاع وزارت يوې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو کسانو کې د ملي اردو د جلب او جذب عمومي قوماندان تورن جنرال ابراهيم احمدزى او د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالمتين حسين خېل شامل دي.
يادې سرچينې زياته کړه چې دغه جنرالان پر فساد تورن دي او د جنايي څېړنو رياست (سي اي ډي) له خوا چې په دې وروستيو کې يې په ملي دفاع وزارت کې فعاليت پيل کړى، د دوى دندې تعليق او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې دوى د افغانستان له دولت، نړيوالې ټولنې او خپل ولس سره ژمنه کړې چې د فساد پر ضد مبارزه کې به کوټلي اقدامات کوي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت پخوانى ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشال سعادت هم د قيصاري پر کور د عملياتو په غبرګون کې څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن