کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د اجرايه رياست د پخواني دويم مرستيال محمد محقق زوى باقر محقق د خپل ورور له خوا وژل شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستياله مروه اميني وايي، دا پيښه نن له غرمې مخکې نهه نيمې بجې د کابل ښار په کارته سه سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياتوي چې د اجراييه رياست د پخواني دويم مرستيال محمد محقق د دوو زامنو حسين محقق او باقر محقق ترمنځ شخړه شوې چې په پايله کې باقر محقق وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان دي.
د هغې په وينا، حسين محقق هم ټپي دی او ټول ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بلى خوا يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د سرکارېز په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې د محقق يو زوى حسين محقق له خپل بل ورور باقر محقق سره تر لفظي شخړې وروسته ډزې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن