د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات انتیک پلورونکي خپلو تولیدي توکو ته د بازار نشتوالي اندېښمن کړي

د هرات انتیک پلورونکي خپلو تولیدي توکو ته د بازار نشتوالي اندېښمن کړي

Feb 09, 2020 - 16:02

هرات ښار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۸): د هرات یو شمېر انتیک پلورونکي د خپلو تولیدي صنایعو د پلور لپاره د بازار نه شتون ته اندېښنه څرګندوي او وایي چې ناامنۍ یې کاروبار له رکود سره مخ کړی دی.

دغه راز دغه پلورونکي د خپلو صنایعو لپاره د بازار نه شتون لامل د بهرنیو نندارچیانو کموالی بولي.

دوی له حکومته غواړي چې په بهر کې یې د تولیدي صنایعو لپاره پروګرامونه په لار واچوي.

عبدالولي په هرات کې د انتیک صنایعو یو پلورونکی دی.

هغه خپل ۲۵ کاله ژوند د دغه صنعت په جوړولو کې تېر کړی.

دا مهال عبدالولي په هرات ولایت کې د انتيک صنایعو د بازار له سوړوالي شکایت کوي.

هغه وویل: «له هغې ورځې چې توریستان افغانستان ته نه راځي، توریستي صنعت هم له ماتې سره مخ شوی دی.»

د هغه په خبره، هغه صنایع چې په انتیک یا عتیقه بازار کې پلورل کېږي، مس، هفت جوش، سپین او سره زر، لاسي او شیشه یي صنایع په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې په دغه ځای کې د انتیک پلورلو له ۱۵۰ ډېرې هټۍ وې، خو اوس د ګوتو په شمېر څو هټۍ پاتې دي.

بل انتیک پلورونکي محمد عوض هم د ماشیني او مډرنو صنایعو رامنځته کېدل او د بهرنیو ګرځندویانو نه شتون د عتیقه صنایعو د بازار رکود لاملونه بولي.

هغه وویل: «ګرځندویان نشته، د دې پر ځای چې دغه صنعت ورځ په ورځ وده وکړي، له رکود سره مخ کېږي.»

عوض همداراز زیاته کړه چې پلار یې د خپل ژوند تر ۶۰ کاله ډېر وخت د انتیک او عتیقه اثارو په پلور کې تېر کړ او په همدغه کسب کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

نومووړي وویل چې تر خپله وسه هڅه کوي څو دغه صنعت ژوندی وساتي.

په همدې حال کې د هرات د انتیک پلورونکو صنف رییس محمد عمر، د صنایعو د بازار نه شتون ته اندېښنه وښوده او ويې ویل چې حکومت دغه پخواني صنعت ته پام نه کوي، د انتیک صنعت به تر راتلونکو څوکلونو له منځه ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «اوس مهال چې امنیتي وضعیت مو ډېر خراب دی، د موږ دا کسب په ګرځندویانو پورې اړه لري او په ضمن کې دولت زموږ صنف ته هېڅ پام نه کوي او زما په اند په نږدې راتلونکي کې به دغه شته ۴۰- ۵۰ دوکانونه هم له منځه ولاړ شي.»

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د انتیک صنعت د دغه ولایت له پخوانیو صنعتونو بولي او له حکومته غواړي چې پرې نه ږدي څو دغه صنایع له منځه ولاړ شي.

د هرات یوه اسېدونکي یحیی پژواک ته وویل: «صنایع زموږ هویت څرګندوي او دولت باید له دغه صنعت څخه ملاتړ وکړي او د له منځه تلو د مخنیوي لپاره یې باید بهر ته د صادراتو زمینه برابره کړي.ِ»

د هرات یوه بل اوسېدونکي خلیل احمد پژواک ته وویل: «له بده مرغه چې د تکنالوجۍ له پرمختګ سره پخواني صنایع ورځ په ورځ له منځه ځي او دولت اړ دی د هغه د له منځه وړو د مخنیوي لپاره لار ولټوي.»

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

خو بلخوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دغه ولایت کې د انتیک صنعت په اړه وویل: «د انتیک اثارو د پلور لپاره د مناسب بازار نه شتون، له بده مرغه د دغه صنعت د افعالیت د ساحې د تنګوالي سبب شوي دي او د سیمه ییزې اداره هڅه دا وه چې له یاد صنعت څخه باید ملاتړ وشي.

په همدې سره لرغونپوهان پر دې باور دي چې د بهرنیو سیلانیانو شتون، د انتیک صنایعو بازار ته وده ورکوي او د ناامنیو ډېروالی او بهرنیو سیلانیانو کموالی، د دغه صنعت د پلور بازار له سقوط سره مخ کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement