د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د پوهاند علامه رشاد په نوم دې د هېواد یو پوهنتون ونومول شي"

"د پوهاند علامه رشاد په نوم دې د هېواد یو پوهنتون ونومول شي"

Feb 09, 2020 - 18:09

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ۹۸): د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د پنځلسم تلین په مناسبت جوړ شوي سیمينار کې د هغه د ناچاپ اثارو د چاپولو د غوښتنې ترڅنګ ټينګار وشو چې د رشاد په نوم دې د هېواد یو پوهنتون ونومول شي.

نن د سلواغې په ۲۰مه د کابل ښار په چهلستون ماڼۍ کې د علامه اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د ۱۵ تلین په مناسبت "د علامه رشاد آثار او افکار" په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شوی و چې په کې د حکومت لوړپوړو چارواکو، څېړونکو، لیکوالو او ګڼو کلتورپالو ګډون کړی وو.

دغه سیمینار ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیرې حسینه ساپۍ وویل، د افغانستان د علمي شخصیت پوهاند عبدالشکور رشاد په اړه یې دغه علمي ـ څېړنیز سیمینار ځکه رابللی چې د هغه کوچنی حق ادا شي، نوی نسل یې وپېژني او آثار يې ولولي.

دا وايي: "علامه رشاد له ۷۰ کلونو ډېر په ټولنیزو، روزنیزو، ادبي او سیاسي برخو کې د خپلو خلکو لپاره خدمتونه کړي، هغه یو سیاسي شخصیت دی چې په ۲۷ کلنۍ کې د ويښ ځلمیانو له نهضت سره یو ځای او تر مرګه یې مبارزه وکړه."

دې ناستې ته د ولسمشر محمد اشرف غني لیکلی پیغام د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ولوست.

په پیغام کې راغلي و چې د هېواد د علمي او ادبي شخصیتونو د ژوند او افکارو په اړه علمي سیمینارونه د هغوی حق ادا کولو لپاره مهم دي، ځکه نوی نسل دغه شخصیتونه پېژني او د هغوی له فکر او ژوند الهام اخلي.

دغه علمي سیمینار ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي د عبدالشکور رشاد یوه خاطره شریکه کړه او ويې ويل: "یو وار د کندهار د یوه علمي او څېړنیز کنفرانس په ترڅ کې چې رشاد د هغه سیمینار رياست چارې په غاړې لرلې، ویل یې: هېڅکه له احمدشاه بابا سره د دراني او له میرویس خان نیکه سره د هوتک کلمې مه کاروئ، ځکه هغوی د افغانستان او سیمې ویاړونه دي، تاسې یې په لوی لاس مه کوچني کوئ."

د علامه رشاد په اړه جوړ شوي دغه کنفرانس ته د کابل پوهنتون پیغام چې پوهاند رفیق ولوست، په کې ویل شوي و، استاد رشا په ادبپوهنه، ژبپوهنه، تخلیق، ژباړه، ادبي نقد او سپړنه کې پوره برلاس درلود او هغه د هندوستان د جوهر لعل نهرو او پټرزبورګ په پوهنتونونو کې د پښتو ژبې لومړنی استاد هم پاتې شوی دی.

د افغانستان علومو اکاډمي پیغام چې د پښتو څېړنیز بين المللي مرکز رئیس څېړنوال وجیه الله شپون ولوست، په کې راغلي و چې استاد رشاد د پوهې او لیاقت یوه هستۍ وه، هغه په کوچنيوالي کې قران کریم زده کړی او له ۱۲ کلنۍ راهیسې یې د پښتو ژبې خدمت ته مټې را بډ وهلې دي.

یاد علمي غونډې ته د علامه رشاد زوی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو سلاکار طارق رشاد بیا وویل: "که څه هم زه په نسبي ډول د رشاد بابا زوی یم، ولې په علمي لحاظ موږ ټول د هغه وارثین یو."

دی وايي، د هغه تر مړینې وروسته يې د علامه رشاد د اکاډمي په زیار ۲۸ بېلابېل اثار په ډېرو هڅو چاپ کړل چې اوس ټول چاپ شوي اثار یې ۷۵ اثارو ته رسیږي.

نوموړي د استاد رشاد ناچاپ اثارو ته په اشارې وویل، استاد د ژوندلیکونو، ادبي فنونو، قاموسونو، شجرو، ژبپوهنې، یونلیکونو، د قومونو او قبایلو، شعر او نظم، فولکلور او نورو برخو کې یې ۶۱ عنوانه چې ټول ٩٧ ټوکه کېږي، ناچاپ آثار لري.

په دغه سیمینار کې پوهنمل شېر شاه، پوهنوال بریالي باجوړي، څېړندویې نازو کمال، پوهاند محمد رسول باوري، استاد حيات الله رفيقي، څېړندويې فضیلې احمدي، دلاور نذيرزوى، پوهنيار خليل سروري، استاد مرهون او محبوبې بابکرخېل د رشاد پر شاعرۍ، د هغه پر لیکنیز نثر، تاریخ او قاموس لیکنې او نورو برخو باندې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.

د دغه علمي ـ څېړنیز سیمینار په پای کې د یوه پرېکړه په ترڅ کې له حکومت وغوښتل شو چې افغان فلم اداره دې د علامه رشاد ژوند په اړه مستند جوړ کړي، د هغه ناچاپ اثار دې چاپ شي، د رشاد علمي اکاډمي لپاره دې یوه ودانۍ ورغول شي، د نوموړي په نوم دې یو پوهنتون ونومول شي او د هغه سلمې کالیزې په ویاړ دې نړیوال سیمینار راوبلل شي.

پوهاند عبدالشکور رشاد عبدالغفور خان زوی او د محمد ایاز خان لمسی دی چې د کندهار ښار د بابړو په سیمه کې د ١٣٠٠ ل كال په لړم مياشت کې زېږېدلی او ۱۳۸۳ کال وفات شوی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking