ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د ۱۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده

له کندهاره د ۱۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده

author avatar
9 Feb 2020 - 12:04
له کندهاره د ۱۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده
author avatar
9 Feb 2020 - 12:04

کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۸): د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، سږ کال يې د څه باندې ۱۹۸ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سږ کال له دغه ولایته د وچې او لندې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او دغه کچه کال تر بلې لوړېږي.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله له کندهاره د څه باندې ۱۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت څه له پاسه ۱۶۸ زره ټنه وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوې ده.

دی وايي: ((سږ کال له کندهار څخه د ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۲ زره ټنه لنده مېوه، د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۷ زره ټنه وچه مېوه، د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ زره ټنه طبي بوټي او د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۷ زره ټنه حبوبات بهر ته صادر شوي دي.))

د هغه په وينا، په لنده مېوه کې انګور، انار، خټکي او نور،په وچه مېوه کې لسګونه ډوله کشمش، انځر، پسته، بادام، شکرپاره، غوزان او نور، په طبي بوټو کې زیره، شیرین بویه، زعفران او نور، په حبوباتو کې تور ماش، کنجد او نور شامل دي.

زهير وايي، د صادر شوو توکو له جملې ډېره برخه پاکستان او هند او کمه اندازه یې یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

دى زیاتوي، بهر ته د لندې مېوې صادرات پای ته رسېدلي خو د وچې مېوې صادرات لا هم روان دي او ښايي د راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي تر میاشتې دوام وکړي.

ده خبر ورکړ چې سږ کال به له کندهاره د صادراتو کچه تر ۲۰۰ زره ټنه ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال له کندهار د ټولو صادراتو کچه ۱۲۴ زره ټنه وه.

نوموړي د صادراتو پر وړاندې د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، سږ کال پاکستان د لندې مېوې پر صادراتو مالیه لوړه کړه چې باغ لرونکي او سوداګر یې زیانمن کړل.

دغه راز انارو کیفیت د موسمي بارانونو او ځینو امراضو له امله زیانمن شو چې سوداګر او باغ لرونکي یې ۵۵ سلنه تاوان واړوه.

 

د دې ترڅنګ نوموړي یادونه وکړه چې په کندهار کې کرنه او بڼوالي لا هم په پخوانۍ دودیزه بڼه ترسره کېږي، که دغه چاره فني شي نو د محصولاتو او صادراتو کچه به لا لوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.