ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د “يو اين هبيتات” موسسې د فعاليتونو د اصلاح غوښتنه وکړه

ولسمشر غني د “يو اين هبيتات” موسسې د فعاليتونو د اصلاح غوښتنه وکړه

author avatar
9 Feb 2020 - 19:57
ولسمشر غني د “يو اين هبيتات” موسسې د فعاليتونو د اصلاح غوښتنه وکړه
author avatar
9 Feb 2020 - 19:57

کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني د "يو اين هبيتات" موسسې پر فعاليتونو انتقاد کړى او وايي چې په افغانستان کې د دې موسسې د فعاليتونو اصلاح غواړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازدیګر د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د یو این هبیتات (UN-Habitat) موسسې اجرائیوي رئیسې میمونه محمد شریف سره په خپل استوګنځي کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني په افغانستان کې د یو این هبیتات موسسې د فعالیتونو په اړه وویل: "د دغې ادارې فعالیتونه زموږ د ښاري اړتیاو او لومړیتوبونو سره همغږي نه دي او موږ په افغانستان کې د یو این هبیتات د فعالیتونو د اصلاح غوښتونکي یو."

سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د یو این هبیتات موسسې اجرائیوي رئیسې میمونه محمد شریف ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دغې ادارې فعالیتونه د ښاري پراختیا د لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شي او موږ به په دې برخه کې پر یوه طرحه کار وکړو او هغه به له افغان حکومت سره شریکه کړو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.