کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت د یوشمېر پوروړو شرکتونو د نوملړ په خپرولو سره وایي، که دغه کان ایستونکي شرکتونه د خپل پور ورکولو ته ژر حاضر نه شي، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.
په هغه نوملړ کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، د ۴۷ کان ایستونکو شرکتونو نومونه راغلي دي، دغه شرکتونه له ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۶ کال پورې د ریالټي [حق الامتیاز] نه ورکولو له امله پوروړي دي.
دغه وزارت ویلي: «دا چې د کانونو او پټرولیم د وزارت یوه دنده په کانونو پورې له اړوندو ساحو د عوایدو راټولول دي، دغه وزارت توانېدلی دی په ۱۳۹۸ کال کې ۲۰۳ میلیونه افغاني مقروضیت راټول کړي؛ خو د کانونو یوشمېر شرکتونه مکانېزم ته په کتو مشخص شوي دي او د رویالټۍ (حق الامتیاز) ورکولو ته نه حاضریږي.»
د کانونو وزارت روښانه کړې چې په لومړي قدم کې به د کابل د کانونو ریاست د اړوندو ساحو د فعالیت د پوروړو شرکتونو نومونه افشا کړشيل او که بیا هم له اصولو سره سم د خپلې ریالټۍ ورکولو ته حاضر نه شي، د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې ورسره قانوني چلند کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن