ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او سريلانکا د هوايي دهلېز پر رامنځته کولو خبرې وکړې

افغانستان او سريلانکا د هوايي دهلېز پر رامنځته کولو خبرې وکړې

author avatar
10 Feb 2020 - 14:14
افغانستان او سريلانکا د هوايي دهلېز پر رامنځته کولو خبرې وکړې
author avatar
10 Feb 2020 - 14:14

 

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٨): د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي د سريلانکا له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د ياد وزارت له خوا د سلواغې په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي، د سریلانکا له ولسمشر ګوتابیا راجاپکشا سره د کولمبو په ښار کې وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې چې په یاد هېواد کې د افغانستان سفیر اشرف حيدري هم شتون درلود، مالیې وزارت سرپرست د ولسمشر اشرف غني پیغام هغوی ته وړاندي کړ او هغه ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

قیومي، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د اړیکو پراخېدو ترڅنګ، یادونه وکړه، چې دغه دواړه هیوادونه د اړیکو پراخېدو لپاره له ښو وړتیاوو برخمن دي.

د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیم هوایي دهلېز جوړېدو چې هره اوونۍ به مسافر او سوداګریز توکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ولېږدوي، ټینګار وکړ.

د سریلانکا ولسمشر، د مالیې وزارت سرپرست له وړاندیزه هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد د هوایي برخې ريیس ته به سپارښتنه وکړي څو د دغه وړاندیز پلي کول په پام کې ونیسي.

د مالیې وزارت سرپرست، د سریلانکا د ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه او د تازه او وچو مېوو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، ځینو کاني موادو، کم پیدا خاورې چې په دغه هېواد کې زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي، یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې له هوایي دهلېز وروسته کېدای شي دغه مهم توکي دغه هیواد ته ولېږدول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ماليې وزارت سرپرست دغه راز ويلي چې د هوایي دهلېز له پرانیستو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراختيا پیدا کړي.

قيومي زياته کړې، دغه مسئله د سریلانکا له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او د روغتیایي خدمتونو او لوړو زده کړو په برخو کې د افغانستان لاسرسي ته لار هواروي.

په خبرپانه کې راغلي، دواړو لوریو، د تولید له لارې د دوه اړخیزه او سیمه ایزې همکارۍ، برېښنا لېږد او لګښت په تړاو بحث او خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې منځنۍ اسیا له پوره انرژۍ د برخمنېدو له کبله کولی شي د سویلي اسیا د انرژۍ اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره کړي.

قیومي وویل چې د افغانستان د سولې پروسه کولی شي د مصالحې بریالیو پروګرامونو، د جګړه مارانو ادغام او همدا شان د سولې په روانو چارو کې د سریلانکا له تجربو ګټه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.