ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي

پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي

author avatar
10 Feb 2020 - 12:34
پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي
author avatar
10 Feb 2020 - 12:34

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٨): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغان کډوالو په اړه دوه ورځنی نړيوال کنفرانس جوړوي چې په کې به تر ٢٠ د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا دوه ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره په ګډه، راتلونکې اوونۍ، د سلواغې په ٢٨ مه او ٢٩مه جوړېږي.

سرچينې زياته کړې چې دغه نړيوال کنفرانس په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د ٤٠ کلونو پوره کېدو په مناسبت جوړېږي او موخه يې له افغان کډوالو سره يووالى څرګندول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کنفرانس پرانيسته به د پاکستان لومړى وزير عمران خان کوي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر فلېپو ګرانډي، د شاوخوا ٢٠ هېوادونو وزيران، استازي او سفيران به په کې ګډون او ويناوې وکړي.

د سرچينې په وينا، د هغو هېوادونو استازي به په دغه کنفرانس کې ګډون کوي چې په تېرو ٤٠ کلونو کې يې له افغان کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.

په خبرپانه کې راغلي، دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د سولې پروسې هم پرمختګ کړى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې چې په دغه کنفرانس کې به نړيواله ټولنه يو ځل بيا افغان کډوالو ته خپله پاملرنه زياتوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.