جلال اباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۸): د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
دوی په ورته وخت کې په دې ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شوو عملياتو د پرمختګ خبر هم ورکوي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد هارون يوسفزي د سلواغې په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي.
دی وايي، د دغو بريدونو له ډلې په ضابط کلا سيمه کې د وسله والو يو مرکز تخريب شوی او په کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، په بريدونو کې نور چا ته زيان نه دی رسېدلی خو د وسله والو ځينې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د پوځ دغه وياند په ورته وخت کې په ياده ولسوالۍ کې د پيل شويو عملياتو له پرمختګ خبر ورکوي.
نوموړي وويل، دغه عمليات چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په دوو پړاوونو کې پيل شوي، د دويم پړاو عملياتو کې ګڼ کلي له وسله والو پاک شوي او ډېرې سيمې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن