د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د نورستان په ولسوالیو کې یوه ښځینه ډاکتره هم نشته"

"د نورستان په ولسوالیو کې یوه ښځینه ډاکتره هم نشته"

Feb 10, 2020 - 12:07

جلال اباد (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۸): د نورستان د عامې روغتيا رييس وايي، په ياد ولايت کې يوازې يوه ښځينه ډاکتره شته چې هغه هم په مرکز پارون کې فعاليت کوي؛ خو نور په هېڅ يوې ولسوالۍ کې له طبه فارغه (MD) ډاکتره نشته.

دی وايي، د نرسانو او قابلو په برخه کې پوره پرمختګ شوی چې ټولې ساحې بشپړې شوې خو وزارت ته يې وړانديز کړی چې د اوو ولسواليو لپاره د ښځو ډاکټرانو په ګومارنه کې ورسره مرسته وکړي.

د نورستان د عامې روغتيا رييس ډاکټر ذکي الله ستوري دا څرګندونې له پژواک اژانس سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي دغه راز د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز پارون ترمنځ د مواصلاتي لارو نشتوالی هغه څه ياد کړل چې په خبره يې په ولسواليو کې يې روغتيايي خدمات ټکني کړي دي.

دی وايي، د مواصلاتي لارو نشتوالي نورستان پر درېيو برخو مرکزي، لوېديځ او ختيځ باندې وېشلی چې له مرکزه هرې برخې ته تګ د کونړ او لغمان ولايتونو له لارې کېږي نو ځکه خو وخت ناوخت د لارو د خرابوالي او اوږدوالي له امله ولسواليو ته روغتيايي مواد پر وخت نه رسېږي.

د عامې روغتيا د رييس د معلوماتو له مخې، په نورستان کې ۴۲ روغتيايي مرکزونه شته چې درې هغه يې د ولسواليو په کچه روغتونونه او پاتې نور سیمه ییز روغتيايي مرکزونه، د لومړنۍ درملنې مرکزونه، فرعي مرکزونه او ګرځنده يا موبايل مرکزونه دي.

د ډاکټر ذکي الله په خبره، د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې روغتيايي خدماتو پر وړاندې کومه امنيتي ننګونه نشته او هرې ولسوالۍ ته روغتيایي خدمات رسېدلي، خو لا هم يو شمېر سپينې ساحې شته چې خلک يې له روغتيایي خدماتو بې برخې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تازه يې له وزارته امکانات ترلاسه کړي چې د سپينو ساحو له ډلې دوه ځايونه يې د ګرځنده روغتيايي مرکز پر مټ له روغتيايي خدماتو برخمن کړي.

دی وايي، اوس مهال د نورستان په ټولو روغتيايي مرکزونو کې قابلې او ښځينه نرسانې شته چې د زېږون پر مهال له ميندو سره مرستې کوي، خو وايي، هېڅ يوه ولسوالۍ ښځينه MD ډاکتره نه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټول نورستان کې يوازې يوه ښځينه MD ډاکټره موجود ده چې هغه هم مرکز پارون کې په فعاليت بوخته ده.

دی وايي، نورستان ته ټول روغتيايي خدمات د هغو کسانو د پرېکړو له مخې ورکول کېږي چې د نورستان له جغرافيې خبر نه دي او نه يې هم د خلکو رښتينې ستونزې درک کړې چې له امله يې هلته روغتيايي ستونزې ډېرې شوې دي.

د هغه په وينا، اوس پر يو پلان کار کوي چې دغه ټولې ستونزې په کې را برسېره او له مرکز سره يې د حل په موخه شريکې کړي.

نورستان د هېواد په ختيځ کې لرې پروت غرنی ولايت دی چې خلک يې د ژوند په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking