د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هدفي وژنو ډېرېدو د کندهار ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

د هدفي وژنو ډېرېدو د کندهار ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

Feb 10, 2020 - 17:59

کندهار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۸): په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار ښار کې هدفي وژنې او غلچکي بریدونه ډېر شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، له یوې خوا په ښار کې هره ورځ هدفي وژنې کېږي او له بلې خوا د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې چې له همدې امله هیڅوک ځان خوندي نه ګڼي.

په تېرو څو اونیو کې په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ګڼې پېښې شوي چې په کې تر ډېره ښځینه او نارینه نظامي مسوولین، افسران او سرتېري په نښه شوي او وژل شوي دي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي خیر الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار ښار کې د هدفي وژنو لړۍ پيل شوې چې په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.

دی وايي، هره ورځ په کندهار ښار کې کمه تر کمه له ۲ تر ۳ هدفي وژنې کېږي او عاملین یې په تېښته بریالي کېږي.

نوموړی پر امنیتي او کشفي ارګانونو نیوکه کوي او وايي چې د دغو پېښو په مخنیوي او له پېښو وروسته د برید کوونکو په پېژندلو او نیولو کې پاتې راغلي دي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې بل اوسېدونکی عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې د هدفي وژنو پېښې له کلونو راهیسې روانې دي چې کله لږ ورو او کله بیا توندېږي.

د ده په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د دغو پېښو له امله په سلګونو نارینه او ښځینه مخورو څېرو، نظامي مسوولینو، دولتي کارکوونکو او نورو ژوند له لاسه ورکړی.

دی وايي، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې امنیتي ارګانونه تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د دغو پېښو مخنیوی وکړي او د چریکي بریدونو د دغو شبکو مخنیوی وکړي.

د ده په باور، د ناامنۍ تر بلې هرې پېښې هدفي وژنې په خلکو کې ډېره وېره خپروي.

دی وايي، هیڅوک هم د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، دغسې پیښې ټول ژوند اغېزمن کوي.

نوموړی غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې له کشفي ارګانونو سره په ګډه د دغو پېښو پر مخنیوي جدي کار وکړي او بېلابېل امنیتي تدابیر دې ونیسي.

د معلوماتو له مخې، دغسې پېښې د خپلمنځيو رقابتونو او اختلافاتو له امله هم دي خو د ډېرو پېښو مسوولیت وسله وال طالبان هم اخلي.

د کندهار د ولایتي ادارې ویاند بهیر احمدي مني چې په دې وروستیو کې وسله والو په کندهار ښار کې د هدفي وژنو او غلچکیو بریدونو په بڼه خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، وسله وال له دې لارې غواړي په خلکو کې د حکومت د ملاتړ روحیه کمزورې کړي او پر خپلو امنیتي ځواکونو یې بې باوره کړي.

خو دی وايي، د دغو بریدونو د مخنیوي به موخه پر یوه امنیتي تدابیري پلان کار شوی او د پلي کېدو په درشل کې دی.

ده زیاته کړه، د لومړي ګام په توګه ولایتي ادارې امنیې قوماندانۍ او د ملي امنیت ادارې ته لارښوونه کړې چې په ګډه د کندهار ښار په مشکوکو سیمو کې عملیات وکړي.

دی وايي، دغه راز هغوی ته لارښوونه شوې چې په کندهار ښار کې د تورو ښیښو لرونکو موټرونو ښیښې سپینې کړي.

احمدي د دې تر څنګ خبر ورکړ چې د ولسمشر په حکم به ډېر ژر په کندهار ښار کې د لا ښه نظم، ډامن امنیت او د خلکو د هوساینې په موخه ښاري ګارنېزیون جوړ شي چې د وسله والو د هر ډول فعالیتونو د مخنیوي وړتیا به ولري.

بل خوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وايي چې د هدفي وژنو او چریکي بریدونو د مخینوي لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي.

ده هم وویل چې له ملي امنیت سره په ګډه یې نوی تدابیري پلان جوړ کړی دی.

نوموړی بیا په ښار کې د هدفي وژنو د ډېرېدو لامل دا ګڼي چې ګواکې وسله والو په ولسوالیو کې ماتې خوړلې او په غبرګون کې یې دغلته غلچکیو بریدونو ته زور ورکړی دی.

اطرافي خبر ورکړ چې په تېره یوه میاشت کې یې ۴۵ تنو پولیسو ته په دندو کې د غفلت او ناوړه استفادې له امله انظباطي جزاګانې هم ورکړي دي.

دی دا هم وايي چې پولیسو په تېرو دوو اوونیو کې د تروریستي او جنايي جرمونو په تړاو ۱۶ تنه نیولي چې له تحقیقاتو وروسته به د سزا لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ده په خبره، د نیول شوو له ډلې ډېر یې په هدفي وژنو او نورو جنايي حرمونو کې ښکېل دي.

نوموړی زیاتوي، د دغو کسانو تر څنګ یې ۱۲ تنه نور نفوذي کسان هم نیولي چې پلان یې درلود امنیتي پوستې سقوط کړي او پر پولیسو بریدونه وکړي.

که څه هم په کندهار ښار کې د هدفي وژنو د قربانیانو کره شمېره معلومه نه ده، خو په تېرو څو کلونو کې په کندهار ښار کې سلګونه قومي مخور، دیني عالمان، مدني فعالان، پولیس افسران، سرتېري او نور عام وګړي په نښه او وژل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan