ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري اوسېدونکو په هېواد کې دننه د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه

د پلخمري اوسېدونکو په هېواد کې دننه د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه

author avatar
10 Feb 2020 - 18:17
د پلخمري اوسېدونکو په هېواد کې دننه د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه
author avatar
10 Feb 2020 - 18:17

پلخمری (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۸): د بغلان ولایت لسګونو مدني فعالانو، قومي مشرانو او یو شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې تلپاتې سولې ته د رسیدو په موخه هېواد کې دننه د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

دغه  غونډه  چې د سلواغې په ۲۱ مه په مرکز پلخمري کې جوړه شوې وه،  په کې دیني عالم محمد یاسین مهدیار وویل چې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له هرې کوچنۍ ناستې هم ملاتړ کوي.

دى زياتوي: ((له هېواد بهر او دننه افغانستان کې د سولې له روانو خبرو داسې ښکاري چې د جګړې د پای ته رسېدو وخت لنډ دى خو چې ښکېلې خواوې له دغه فرصته سمه ګټه پورته کړي.))

مولوي مهدیار له دولت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې شرایط پرېږدي، په ویناوو کې دې یو بل ته رښتیني و اوسي ترڅو په هېواد کې دننه د خبرو لپاره زمینه برابره او سراسري اوربند اعلان شي.

دغه راز د غونډې بل ګډونوال سردار ولي وویل چې په ولایتونو کې ناستې د سولې پر راتګ هیڅ اغېز نه کوي، ترڅو چې ښکېلې خواوې په دې اړه اقدام ونه کړي.

دی وايي: ((د دیني عالمانو له شتون پرته سولې راتګ ناممکن دی، حکومت بايد په مرکچي پلاوي کې ديني عالمانو ته هم ځاى ورکړي.))

همدارنګه بل ديني عالم مولوي عبدالله هم پر دواړو خواو غږ وکړ چې د سولې لپاره رښتني هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوه اونيو کې دا څلورمه غونډه ده چې په پلخمري کې د سولې د راتګ او سراسري اوربند په خاطر ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.