جلال اباد (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨) : د د لغمان په قرغیو ولسوالۍ اړوند کې د څه باندې څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د کاکڅ د هلکانو ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د معلوماتو له مخې چې دملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له لوري په دې ودانۍ کې اته درسي او دوه اداري خوني جوړې شوي او په شږو میاشتو کې یې کارونه بشپړ شول.
نوموړي د سلواغې په ٢٢مه، ددې ودانۍ دپرانستې پر مهال پژواک ته وويل، په دغه ښوونځي کې ۶۰ متره په ژوروالي د څښاک د پاکو اوبو د یوې څاه د کېندلو سربېره ۱۶۰ چوکۍ هم د زده کوونکو لپاره برابرې شوي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د مرستيال السټر بولټن په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د مسوولینو د غوښتنې او د زده کوونکو اړتیاوو ته په کتو یې د کاکڅ د هلکانو د ښوونځي ودانۍ جوړه کړه.
هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د څښاک د پاکو اوبو، د ښوونځیو سره د هر اړخیزې مرستې او د کډوالو برخه کې به خپلو مرستو ته لا نوره هم ادامه ورکړي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي اوښوده چې په هېواد کې ورځ تربلې د پرمختګ او مثبت بدلون څپه په ګړندیتوب سره روانه ده.
هغه وایي، افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره فکري بدلون او هر اړخیزه پرمختګ شوی چې ځای يې دې په دغې برخه کې د یو این له ټولو ادارو څخه مننه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن