ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ پر ملي لوبغاړي شفيق الله شفق بنديز ولګاوه

کرکټ بورډ پر ملي لوبغاړي شفيق الله شفق بنديز ولګاوه

author avatar
11 Feb 2020 - 09:44
کرکټ بورډ پر ملي لوبغاړي شفيق الله شفق بنديز ولګاوه
author avatar
11 Feb 2020 - 09:44

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): د افغانستان کرکټ بورډ پر ملي لوبغاړي شفيق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې له قانونه د سرغړونې له امله بنديز لګولی دی.

له کرکټ بورډه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شفق سرغړونې، د افغانستان غوره ليګ د لومړي پړاو پر مهال او دغه راز د يوې بلې دوسيې اړوند دي چې په کې نوموړی له قانونه پر سرغړونې تورن شوی دی.

سرچينې زياته کړې، شفق تورن دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې له مادو يې د لوبو پر مهال سرغړونې کړې دي.

د بورډ په اعلامیه کې په دې اړه نور وضاحت ورکړل شوی نه دی.

شفیق الله شفق لومړی افغان لوبغاړی دی چې ظاهراً په لوبو کې د فساد له کبله پرې بندیز لګول کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ شفیق الله شفق ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې پرې د لګول شوو تورونو ځواب ووايي.

شفق د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی دی چې ویکټ هم ساتي او بيټينګ هم کولی شي.

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شو چې د فساد يو لړ ادعاوې هم په کې وشوې.

د کرکټ بورډ ځیني چارواکي هم په دې اړه له دندو لرې کړى شوي دي.

پژواک اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي وو چې د کرکټ نړيوالې شورا د افغان غوره ليګ د فساد لس موارد تر څېړنې لاندې نيولي دي، خو د څو مياشتو په تېرېدو سره یې تر اوسه پايلې نه دي اعلان شوې.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ څو مياشتې مخکې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغان غوره ليګ د فساد قضيه يې څارنوالۍ ته استولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.