د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د بغلان د ولسوالیو په دولتي ادارو کې هېڅ ښځینه کارکوونکې نشته

​د بغلان د ولسوالیو په دولتي ادارو کې هېڅ ښځینه کارکوونکې نشته

Feb 11, 2020 - 18:11

پلخمري (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): د بغلان ولايت د ټولو (١٤) ولسواليو په دولتي تشکيل کې ښځينه کار کوونکې نشته چې له امله يې د یادو سیمو ښځې په حقوقي او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

افغانستان ته د نړيوالۍ ټولنې له راتلو سره سم په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو له حقونو د ملاتړ ادارې رامنځته شوې چې ورسره په څنګ کې ښځو ته په دولتي ادارو، زده کړو، سوداګرۍ او نورو برخو کې د کار کولو زمينې هم برابرې شوې، خو سره له دې هم د نږدې شلو کلونو په تېرېدو سره د ځينو ولايتونو په ډېرو دولتي ادارو کې اوس ښځينه کارکوونکي نه دي ليدل کېږي.

د دغه ولايتونو په ډله کې يو هم بغلان دى، د دغه ولايت لوستي ښځې شکايت کوي چې دوى ته په دولتي دوايرو کې د کار کولو چانس نه ورکول کېږي.

په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د همغږۍ چارو مسوولې زرينې اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو په دولتي ادارو کې ښځينه کار کوونکي نشته دي.

هغې وويل: ((ولايتي اداره په دې برخه کې پاتې راغلې، دا يو لوى مشکل دى هم د لوستو ښځو لپاره چې کار ورته نه ورکول کېږي او هم د هغو ښځو لپاره چې په کور کلي کې له ستونزو سره مخ کېږي.))

د نوموړې په وينا، د لرو پرتو سيمو ښځې دومره جرئت نه لري چې خپلې حقوقي ستونزې له نارينه مامورينو سره شريکې کړي نو بايد ښځينه کارکوونکي ورته وګومارل شي.

دې زياته کړه: ((زه تېره مياشت ولسواليو ته ورغلې وم، کاري سفر مې درلوده، هلته ښځو راسره د روغتيا، زده کړو او حقوقي برخو کې ځينې داسې موارد هم شريک کړل چې ځينې يې اوس د ويلو نه دي.))

د هغې د معلوماتو له مخې، په ګذرګاه، نور، ده صلاح او پل حصار ولسواليو کې تر اوسه قابله نه ده ګومارل شوې او ترڅنګ يې په ځينو ولسواليو کې ١٧ کلنو نجونو ته د نارينه ښوونکو له لوري درس ورکول کيږي چې هغې ترې خوښ نه دي.

مېرمن اماني زياتوي چې دغه ستونزه يې څو ځلې له اړوندو مسوولينو سره شريکه کړې خو تر اوسه يې د حل لپاره اقدام نه دى شوى.

همدارنګه د بغلان ولايتي شورا غړې شاه جهان ايوبي پژواک ته وويل چې حکومت ښځو ته د دندو ورکولو په برخه کې خپله ژمنه په سمه توګه نه ده عملي کړې.

دې زياته کړه: ((دا چې په ولسواليو کې ښځينه مامورينې نشته دي، دا يوه لويه ستونزه ده، په داسې يوه سنتي ټولنه کې ښځې خپل حقوقي مشکلات څنګه له نارينه و سره شريک کړي.))

په ورته وخت کې بغلان د کې د مدنې ټولنې غړې حليمې وردګ هم وويل، تر اوسه دوى نه دي توانيدلي چې د ولسواليو په دولتي ادارو کې ښځو ته دندې پيدا کړي.

وردګ زياته کړه: ((د ولسواليو ښځينه اوسيدونکي په سخت مشکل دي، خپل مشکلات له نارينه سره نه شي شريکولاى، کوم چې وس لري ولايت ته راځي نور هماغسې په مشکل کې ژوند تېروي.))

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکې نرګس وايي چې د ولسوالۍ په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو نشتون دوى له بیلا بیلو ستونزو سره مخ کړي دي.

دې وويل: ((په ولسواليو کې ځينې اربابان ناست دي، نه ښځو ته اجازه ورکوي چې هلته کار وکړي او نه هم ښځې پريږدي چې په خپلو نومونو عريضي ثبت کړي.))

همدارنګه د مرکز پلخمري اوسېدونکې نګين پژواک ته وويل چې په کابل کې د ادبياتو له پوهنځي دوه کاله وړاندې فارغه شوې ده.

هغې زياته کړه: ((په ډېرې سختۍ مې درس ووايه خو اوس ته ګوره دوه کاله کېږي چې دنده راته نه پيدا کېږي.))

دغه راز د دغه ولايت يو شمېر نورو ښځينه اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه يې هواره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجې يقين پژواک ته وويل چې تر اوسه سيمه ييز اداره پر دې نه ده توانېدلې چې د ولسواليو په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکي پر دندو وګوماري.

د هغې د معلوماتو له مخې، سيمه ييز دودونه، نا امني او له دندو سره د نجونو نه ليوالتيا ددې لامل شوې چې ولسواليو کې دې ښځينه کارکوونکې نه وي.

د يقين په وينا، په ولسواليو کې ښځې د حقوقي برخو ترڅنګ د تذکرې اخيستو، روغتيا او پوهنې برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

دې وويل: ((په ولسواليو کې خو څه کوې، چې په مرکز کې هم ښځه قاضي نه لري چې دا يوه لويه ستونزه ده.))

د نوموړې په وينا، د يادې ستونزې د حل لپاره يې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې او ترڅنګ يې د ښځو چارو رياست له لوري په ولسواليو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پيل کړي دي.

همدارنګه د بغلان ولايت مقام د جندر برخې مسوولې زحل سيفي هم ياده ستونزه مني او وايي، دا کوم قيد او شرط نه دى چې حتمن دې په ولسواليو کې ښځينه کارکوونکي وګومارل شي.

دې وويل: ((همدا چې قيد او شرط نشته دى نو دا يو لامل شوې چې ښځې د ولسواليو په دولتي ادارو کې نه لرو.))

سيفي زياتوي چې سږکال يې د يوې موسسې په همکارۍ په ځينو ولسواليو کې قراردادي نجونې ګومارلي دي خو وايي چې رسمي او دايمي مامورينو ته اړتيا ده.

زحل سيفي زياتوي چې دغه ستونزه يې په کابل کې هم له اړوندو ادارو سره شريکه کړې او هغوئ ورسره د حل لپاره ژمنه کړې ده.

د يادونې ده، د بغلان او کابل ترڅنګ د ډېرو ولايتونو د ولسواليو په دولتي داويرو کې ښځينه کارکوونکي نشته دي او اوسيدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement