ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان لاریون کوونکو د شبرغان- مزار شریف لاره د موټرو پر مخ بنده کړه

د جوزجان لاریون کوونکو د شبرغان- مزار شریف لاره د موټرو پر مخ بنده کړه

author avatar
12 Feb 2020 - 16:46
د جوزجان لاریون کوونکو د شبرغان- مزار شریف لاره د موټرو پر مخ بنده کړه
author avatar
12 Feb 2020 - 16:46

شبرغان (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د شمال د هایدوکاربن ریاست کاریګرو او مامورینو د خپل لاریون په پنځمه ورځ د هغوى د تنقيصاتو په غبرګون کې د جورجان د مستوفیت او د شبرغان- مزار لار د موټرو پر مخ بنده کړه.

دوی اخطار ورکړ، که چارواکي د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي، نو د ولایت ساختمان مخې ته به ځانونو اور ورته کړي.

د پژواک د راپور له مخې، د شمال د هایدروکاربن ریاست کاریګرو او مامورینو د سلواغې په ۱۹ د حکومت له لوري د هغوى د تنقيصاتو په غبرګون کې د جوزجان د ولایت مقام دروازه تړلې او په مخ کې يې د تحصن خېمه وهلې وه.

د دغې ادارې کاروکوونکي چیني خال پژواک ته وويل: ((که حکومت د کاریګرو او مامورینو د کمېدو پرېکړه کې بدلون رانه ولي، نو تاوتريخوالي کوي او د ولایت ساختمان مخې ته به ځانونه وسوځي او یا به ځانونه والوځوي.))

هغه په احساساتي بڼه زیاته کړه: ((تنخوا چې مې اخیسته، په ستونزو سره مې ژوند کاوه، خو اوس یې هغه هم رانه واخیسته.))

هغه له چارواکو وغوښتل چې تشکیلات یې منظور او د کورنيو پر حال یې رحم وکړي.

د لاریونوالو بلې غړې رڼا وويل: ((۵۰۰ کارکوونکي کم شوي چې دغو خلکو په پنځه او شپږ زرو تنخوا باندې خپل ژوند پر مخ ووړ.))

دې مېرمنې زیاته کړه، دغه ايستل شوي کارکوونکي پنځه شپږ ماشومان لري، د کور کرايه ورکوي او په همدې کمې تنخوا خپل ژوند پر مخ وړي، خو اوس یې برخلیک معلوم نه دی.

دې په غوسې سره وويل: ((که چارواکي زموږ غوښتنو ته پام ونه کړي، نو لاریون ته دوام ورکوو او د فاریاب او سرپل لارې به هم د ترافیکو پر مخ بندې کړو، د کود د ګازو فابریکه او د مزار شریف د برق لین به هم قطع کړو.))

په ورته وخت کې د دغې ادارې ځينو کارکوونکي د شبرغان- مزار لارې کې راټول شوي او په سرک کې یې ټایرونو ته اور ورته کړی دی.

یو له کارکوونکو محمد نبي پژواک ته وويل: ((د ولایت او مستوفیت دروازې له تړلو وروسته مو د شبرغان- مزار لاره سلطانکوټ ته نږدې وتړله.))

هغه زياته کړه چې مسوولینو د کارکوونکو او مامورینو په کمولو سره ټول بې برخلیکه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.