چاریکار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د سالنګ لويه لار چې د هېواد شمالي ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، د واورې ورېدو او سختو بادونو لګېدو له امله د لويو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست اجرايي مدير سميع الله ولي زاده د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، دغه لار نن سهار شاوخوا اته بجې د يادو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياتوي، دا مهال په سالنګ کې د ليد واټن ۵۰ متره، د باد سرعت په يوه ثانيه کې ۱۵ متره او د تودوخې درجه د ساتني ګراد په منفي درجه کې ده او شاوخوا دېرش کيلومتره سړک کنګل دی.
د سرچېنې په وينا، له تېرو دوو ورځو راهيسې، په شمالي سالنګ کې ۱۶، خو په سوېلي سالنګ کې ۴۳ سانتي متره واوره ورېدلې او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د واورې ورېدو اټکل شته.
هغه پر ياده لار له تلونکو کسانو وغوښتل چې د تګ راتګ پر مهال دې ترافيکي قوانين مراعت کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن