ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جګړه کې کونډه شوې لعل بي بي د سولې او خپل کلي ته د بېرته تلو په ارمان ده

په جګړه کې کونډه شوې لعل بي بي د سولې او خپل کلي ته د بېرته تلو په ارمان ده

author avatar
12 Feb 2020 - 14:57
په جګړه کې کونډه شوې لعل بي بي د سولې او خپل کلي ته د بېرته تلو په ارمان ده
author avatar
12 Feb 2020 - 14:57

ښرنه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): لعل بي بي چې خاوند يې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې وژل شوی، د خپلو په نس وږو بچيو د ليدلو زغم نه لري، ډېرې شپې په ويښه او ژړا تېروي.

لعل بي بي د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، دا مهال د پکتيکا په مرکز ښرنه کې له خپلو اووه ماشومانو سره په يوه خټين کور کې ژوند کوي.

لعل بي بي درې زامن او څلور لوڼې لري، مشر اولاد يې د ١١ کلونو دى، خو د کور سرپرست نه لري، يواځې د خيرات غوښتلو له لارې هڅه کوي چې د خپلو بچيانو د خوراک او څښاک لپاره يو څه برابره کړي.

نوموړې چې د پژواک له خبريال سره د مخامخ خبرو کولو جرئت نه درلود او نه يې غوښتل چې د مخ انځور يې خپور شي، په تور پړوڼي کې ځان او مخ پېچلى و او مرکه يې پيل کړه.

لعل بي بي چې د مرکې له پيله تر پايه يې ژړل پژواک ته وويل چې درې مياشتې وړاندې په ګيرو ولسوالۍ کې د دوى په کلي کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه.

هغې وويل چې د دې جګړې له امله يې پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده، کور ويجاړ او خاوند يې ژوند له لاسه ورکړ.

لعل بي بي د يوې شېبې لپاره ښه په زوره زوره وژړل، شاوخوا ماشومانو په ځانګړي ډول لوڼو يې هم چې مخونه يې په ټکریو کې پټ کړي وو، له مور سره يې يوځاى په چیغو چیغو وژړل.

وروسته بيا هغې وويل: ((ټوله ورځ په ښار کې سوال کوم، له هوټلونو وچه ډوډۍ ټولوم، خو ډېرې شپې داسې راځي چې ماشومان مې په دې ساړه ژمي کې وږي ويده کېږي او زه ورته تر سهاره ناسته يم او ژاړم.))

د هغې يواځنۍ هيله هېواد ته د سولې راتګ دى، او وايي: ((خداى پاک دې سوله راولي چې خپل کلي او د خاوند قبر ته لاړه شمه.))

د لعل بي بي ترڅنګ په ولاړو اوو ماشومانو کې درې يې لوڅې پښې ولاړ وو او د ژمي په دې سړه هوا کې يي ډېر نري کالي پر ځان وو.

لعل بي بي وويل چې له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ ده، حکومت يې بايد لاسنيوى وکړي.

بل لور ته په پکتيکا کې د تعاون خيريه ټولنې استازي ثمرګل پژواک ته وويل چې ياده کورنۍ په حقيقت کې له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ ده او مرستو ته اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.